شاته

امریکا په ترکیه کې د روسيې د راکټي دفاعي سیستم ازمایل غندلي 

د امریکا متحدو ایالتونو په ترکیه کې د روسيې د راکټ د پرمختللي دفاعي سیستم ازمایل غندلي او وايي چې انقره په دې برخه کې د واشنګټن خبرداری له پامه غورځولی دی.

د ترکیې د حکومت یو ملاتړی چاینل «هابر» راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد پوځ تېره ورځ اکتوبر ۱۶ (تله ۲۵) د «سنیوپ» په ولایت کې د روسيې د اس-۴۰۰ راکټ دفاعي سیستم ازمایلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې د ناټو د یو غړې او د امریکا د ستراتېژیک ملګرې په توګه، دا کار د ترکیې له مسولیتونو سره سمون نخوري.

د امریکا د دفاع وزارت وايي: «موږ د ترکیې له لوري د دغه دفاعي سیستم په اخیستلو انتقاد لرو او د دغه سیستم د لګولو په اړه د خپرو شویو راپورونو په اړه خواشیني یو.»

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جیم ریچ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د ترکیې دا اقدام د اف-۳۵ جنګي الوتکو، د ناټو متحدینو او امریکا ته مخامخ ګواښ پېښوي.

د دغې کمېټې یو بل غړي باب مندیز ویلي دي چې په ترکیه دې باید ژر تر ژره بندیزونه ولګول شي.

د ترکیې د دفاع وزارت تر دې دمه د دغه سیستم ازمایل نه تائید کړي او نه هم رد کړي دي.

ترکیې په ۲۰۱۷ کې له روسيې‌ سره د دغه سیستم د اخیستلو تړون لاسلیک کړ او د جولاۍ په میاشت کې یې د دغه سیستم بطرۍ ترکیې ته ورسېدې چې ارزښت یې ۲.۵ میلیارد ډالر و.