محکمې د پرویز مشرف د شتمنیو د ضبطولو حکم وکړ
په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې نن په پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف د خیانت د الزامونو استعماعیه غونډه درلوده . په محکمې کې حکم وشو چې د مشرف بانکي حسابونه او د ملک په هره برخه کې د هغه شتمني دې ضبط شي.
د قاضیانو درې کسیزی ډلی وویل مشرف سره د دې چې څو ځلې ورته د خیانت په تور د محاکمی دپاره احوال ورکړل شوی، محکمې ته نه و حاضر شوی .
دغه پخواني رهبر د مارچ په میاشت کې هغه وخت د ملک نه ووت چې ایالتي محکمې ورته د علاج دپاره د ملک نه وتلو اجازه ورکړه. دا پریکړه وروسته سترې محکمې هم تایید کړه.
پخواني پوځي دیکتاتور پرویز مشرف په ۲۰۰۷ کال کې هغه وخت په خیانت تورن شو چې د خپل جمهوري ریاست په وخت کې او کله چې هغه د پاکستان د پوځ لوی درستیز و،په ملک کې یې اضطراري حالت اعلان کړی و اواساسی قانونی یې وځنډاوه. هغه دا اقدامات د دې لپاره وکړل چې ولس یې د استعفا غوښتنه کوله او هغه نه غوښتل چې د قدرت نه لاس واخلي.
د پاکستان دغه پخواني رهبر همدغه راز د څو نورو قانوني الزامونو سره هم مخ دی خو هغه دا تورونه نه مني او وایې ټول پرې د سیاسي ملحوظاتو له کبله لګول شوي.