شاته

د صدارتي انتخاباتو په لومړۍ مباحثه کې صدر ټرمپ او جوبایډن په يو بل سختې نیوکې وکړي

د امریکي د صدارتي انتخاباتو په لومړۍ مباحثه کې د ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ او د ډېموکرېټک پارتۍ د هغه مخالف صدارتي امیدوار جو بایډن په لومړۍ مباحثه کې په یو بل سختې نیوکې وکړي او کوښښ یې کوولو چې امریکايي ولس ته څرګنده کړي چې یو څوک د صدارت دپاره غوره امیدوار دی.

دغه مباحثه د نهې، سه شنبې، په ماښام د اوهایو ریاست په کلیولېڼد ښار کې وشوه او اندازً تر ۱۰۰ مېلین پورې خلکو په ژوندۍ بڼه په مطبوعاتو وکتله. د نومبر په دریمه نېټه په صدارتي انتخاباتو کې د ووټونو نه وړاندې به داسې دوه نورې مباحثې هم کیږي.

ډانلډ ټرمپ د ريپبلېکن نامزد امیدوار دی او که چېرې انتخابات وګتي نو د څلورو نورو کلونو دپاره به صدرپاتې شي. جو بایډن ډیموکرېټک پارتۍ نامزد کړی او د دې نه مخکې د براک اوباما په صدارت کې نایب صدر و.

د صدارت د امیدوارانو ترمنځ نیغ په نیغه مباحثه د امریکې د صداراتي انتخاباتو اهم روایت دی او په مباحثه کې د دوی د خبرو نه امریکايي ولس د اینده صدر د تګلارې جاج اخلي.

د نهې، سه شنبې، په ماښام په سټېج یو بل ته مخامخ ولاړ صدر ټرمپ او جو بایډن د موجوده ده وخت په یو شمېر اهم موضوعاتو د بحث تر څنګ په یو بل نیوکې او په یو نیم وخت کې یې شخصي حملې هم وکړې.

صدر ټرمپ وویل د امریکې اقتصاد ښه کول د هغه د حکومت اهمه کامیابي ده خو جو بایډن یې په ځواب کې وویل د پخواني صدر براک امابا حکومت چې هغه پکې نایب صدر و په وراثت کې ښه اقتصاد پرېښودی و چې صدر ټرمپ په حکومت کې خراب شو.

جو بایډن د کرونا وایرس په اړه د صدر ټرمپ د حکومت په اقداماتو نیوکې وکړې خو صدر ټرمپ د خپل حکومت دفاع وکړه او ویې وېل چې په چین کې د کرونا وایرس د خپرېدو نه پس چې کله د هغه حکومت د چین څخه امریکې ته د خلکو په راتک پابندي ولګوله نو جوبایډن د دغه فېصلې مخالفت کړی و.

صدر ترمپ وویل که چېرې د هغه حکومت د چین څخه د خلکو په سفر بندیز نه و لګولی نو په امریکا کې به د کرونا وایرس دلاسه دوه مېلین امریکایان مړه شوي وو. د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په موجوده وخت کې په امریکا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مړینې تعداد د دوه لکه نه اوړېدلی دی.

د کرونا وایرس او د ملکي اقتصاد نه علاوه دواړو صدارتي انتخاباتو په د موسمي بدلون او په امریکا کې د نسلي تعصب په موضع هم خبرې وکړې.

جوبایډن وویل د ډانلډ ټرمپ په صدارت کې په امریکا کې نسلي تعصب او د سپین پوستو او تور پوستو ترمنځ تفریق زیات شوی دی او که چېرې هغه انتخابات وګټل نو اتحاد او مساوات ته به وده ورکوي.

صدر ټرمپ په دې اړه دا خبره رد کړه چې د هغه د حکومت په مهال نسلي تفریق زیات شوی دی. هغه وویل د بې امنۍ او د ناقانونیت مخالفت او غندنه کوي. هغه دا خبره هم رد کړه چې د سخت دریځه سپېن پوستو ډلو غندنه نه کوي. هغه وویل د سپین پوستو سخت دریځه ډله ورته په نوم یاده کړۍ او هغه به یې غندنه وکړي.

د مباحثې په مهال به دواړو امیدوارانو د یو بل خبرې ماتوولو او یو بل ته به یې د خبرو موقع نه وکوله. د مباحثې کوربه د فاکس ټېلې وژن خبریال کرېس والس و او په یوه موقع یې صدر ترمپ ته دا یادونه وکړه چې د مباحثې اصول دا دی چې امیدواران به د یو بل په خبرو کې مداخلت نه کوي.

د نهې، سه شنبې، د ماښام په مباحثه کې د ريپبلېکن پارټۍ غړو د صدر ټرمپ او د دېموکرېټک پارتۍ غړو د جوبایډن د کارکردګۍ ستاینه وکړه خو ځینو مبصرینو په مباحثه کې د دواړو امیدوارانو په رویه او په یو بل د نیوکو مخالفت وکړو.