د کویټ نوي امیر لوړه وکړه
د کویټ نوي امیر ۸۳ کلن شیخ نواف ال احمد الصباح د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۹) لوړه وکړه.
نوی امیر وروسته له هغې لوړه وکړه چې د کویټ پخوانی امیر شیخ صباح ال احمد الجبار الصباح د سه شنبې په ورځ د ۹۱ کالو په عمر مړ شو.
د امریکا د ان بي سي تلویزون د رپوټ له مخې هغه دوه میاشتې مخکې د امریکا د پوځ په یوه الوتکه کې د متحده ایالاتو یو روغتون ته د درملنې لپاره راوړل شوی و. د هغه مړی به نن د چهارشنبې په ورځ کویټ ته انتقال شي.
د کویټ مخکنی امیر شیخ صباح ال احمد الجبار الصباح دمخه تر دې چې په ۲۰۰۶ کې امیر شي د کویټ د لوړپوړي دپلومات په توګه یې دنده ترسره کوله او هغه وخت یې عراق سره خپلې اړیکې چې د خلیج د لومړۍ جګړې په وجه خرابې شوې وې ورغولې.
هغه د مرستندویه هیوادونو د کنفرانسونو کوربتوب وکړ چې عراق، سوریې او نورو جګړه ځپلو هیوادونو ته مرستې ټولې کړي. هغه همداشان د قطر او د خلیج د عربي هیوادونو ترمنځ د کړکیچ د ختمولو لپاره هڅې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش یو ویاند شیخ صباح «د ملګرو ملتونو نژدې ملګری» وګاڼه چې په وینا یې هغه «تل په سیمه او نړۍ کې د دوامداره سولې او ثبات د ګډ هدف لپاره غږ پورته کاوه.»
خو دننه په کور کې د شیخ صباح دوره د ۲۰۱۱ کال د عرب پسرلي او د تیلو د بې ثباته بیو په وجه د سختو سیاسي سیالیو شاهده وه.
نوي امیر شیخ نواف ال احمد الصباح د کویټ د الصباح کورنۍ ۱۶ واکمن دی. دغه کورنۍ د ۱۷۵۲ کال راهیسې پدې هیواد باندې حکومت کوي. کویټ په ۱۹۶۱ کې له بریتانیا نه خپلواکي اخیستې او ددې هیواد د خپلواکۍ راپدیخوا شیخ نواف د کویټ شپږم امیر دی.