شاته

هند کې ښایي د کرونا پیښې له رسمي شمیرو څخه لس ځلې زیاتې وي

د هند روغتیایي مقامات وایي ښایي پدې هیواد کې د کروناویروس مثبتې پیښې د حکومتي شمیرو په پرتله لس ځلې لوړې وي.

د هند د روغتیایي څیړنو شورا د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ ویلي چې د ۲۹ زرو کسانو د وینې معاینات ښیي چې د لس کالو عمر پورته له هرو ۱۵ کسانو څخه یو یې د کروناویروس انتي باډي لري چې دمخه پدغه ناروغۍ باندې د هغوی اخته کیدل په ډاګه کوي.

په هند کې اوس ددې هیواد د ۱.۳ میلیارد نفوس له جملې نه ۶.۲ میلیون کسان په کرونا اخته شوي دي، خو د هند د روغتیا د ملي ادارې یوه نوې څیړنه ښیي چې ښایي دغه شمیرې لس ځلې زیاتې وي.

د هند د روغتیایي څیړنو د شورا رئیس ډاکتر بالرام بهارګوا، ویلي چې دغه څیړنه ښیي چې په هغو ټولنو کې چې خلک یې بې وزلي دي ۱۵.۶ فیصده اوسیدونکي یې د کروناویروس انتي باډي لري، پداسې حال کې چې دغه شمیره په بډایه محلاتو کې ۸.۲ فیصده او په کلیو او بانډو کې ۴.۴ فیصده ده.

د امریکا د متحده ایالاتو وروسته په هند کې تر ټولو زیات کسان په کووید۱۹ اخته شوي او مړه شوي دي. دغه ویروس وروسته له هغې پدې هیواد کې ډیر پراخ شو چې په اکثرو ښارونو کې عامه ترانسپورت، سوداګریو، مارکیټونو، هوټلونو، رستورانونو او ساقي خانو د قرنطین مقررات راکم کړل.

کروناویروس تر اوسه په نړۍ کې څه دپاسه یو میلیون کسان مړه کړي دي چې ددې جملې نه ۹۷ زره په هند کې، ۱۴۲ زره په برازیل او ۲۰۵۰۰۰ د امریکا په متحده ایالاتو کې مړه شوي دي.