شاته

څیړونکی: د پېښور په ارمي پبلک سکول طالبانو د حملې په اړه د کمېشن رپورټ مایوس کن دی

په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې پحقله دوه کاله د پلټنو نه پس د پاکستان د اعلی عدالت يا سپريم کورټ ته وړاندې شوي عدالتي کمېشن راپور به د څېړونکو په وېنا ایا د وژل شویو ماشومانو مور او پلار د سوالونه ځواب ورکړي او هغوي به مطمئن کړي او که نا؟

پاکستاني طالبانو د پېښور په ارمي پبلک سکول د حملې ذمه واري په غاړه اخیستي وه.

څيړونکي وايي په ۵۲۵ ورقونو باندې مشتمل د عدالتي کمېشن په دغه راپور کې په اړه څه نه دي وېل شوي چې د ماشومانو په تحفظ کې د ناکامۍ ذمه وار څوک وو او هغوی ته به څه سزا ورکولی کيږي؟

د پېښور پوهنتون د پېس اېنډ کنفلېکټ سټډيز يو استاد پروفېسر ډاکټر جميل چترالي وايي دا رپورټ مايوس کن دی، په دغه رپورټ کې يو طرف ته زياتره د وژل شوي ماشومانو د مور او پلار سوالونو او بل طرف ته د سېکيورټي ادارو د قربانو ذکر شوی دی دا دواړه يو بل سره څه سمون نه خوري، او د دغه مور او پلار د سوالونه ځواب نه دی.

ښاغلي چترالي وايي "کمېشن ته خو دا کار ورکړی شوی و چې د اغېزمند شوي کورونو سره کوم ظلم وشو او د فوځ چې کومه بدنامي وشوه د دې ټولو صفاتو باوجود د هغې ذمه وار څوک دی، نو د هغه ذمه وارۍ تعين نه دی شوی او نه د هغې حوالې سره څه سفارشات ورکړی شوي دي."

د پاکستان د پارلېمان پخوانۍ غړې او سياستمداره بشره ګوهر هم وايي څه دوه کاله پس هم دغه راپور زيات د حکومت له خوا د دغې پېښې اغېزمند خلکو ته مالي او نورې مرستې ورکولو پحقله ذکر کړی او دا خبره يې بالکل نه ده کړې چې د ماشومانو په تحفظ کې ناکامه شوي وو هغه څوک دي او هغوي له يې څه سزا تجويز کړې ده؟

"دا د سېکيورټي ناکامي ده، مجرمانه لاپرواهي ده، دا د استخباراتو ناکامي ده، نو زما په خيال په دې راپور کې پام په دې پکار و هغه خلک چې په ادارو کې دننه د دې پېښې ذمه وار وو د هغوي پته ولګي او هغوي ته د قانون مطابق سزا ورکړی شي."

بشره ګوهر وايي په دې پېښه کې اصل خبره رياستي غفلت دی خو په دې اړه څوک خبره نه کوي چې څوک به د دې احتساب ورکوي.

په ارمي پبلک سکول د حملې وروسته د هغه وخت وزاعظم نوازشریف د نېشنل اېکشن پلېن دلاندې د ترهګرۍ خلاف د قامي تګلاره اعلان کړه او په وسله والو په بیړنۍ توګه د مقدمو چلوولو دپاره یې پوځي عدالتونه قایم کړل.

په ارمي پبلک سکول پېښور په کال ۲۰۱۴ کې په ۱۶ دسمبر باندې په يو ترهګر بريد کې ۱۴۷ کسان بشمول ۱۳۲ د سکول ماشومان سکول کې دننه وژلی شوي وو او د تېرو څو کلونو راهسې د دوي مېندې او پلاران د پېښې په د خپلو پوښتنو ځوابونه لټوولو او سترګې یې د دغه عدالتي کمېشن راپور ته وې.

د ډان انګرېزۍ ورځپاڼه هم په خپله اداريه کې نن دا تپوس کوي چې ایا دا راپور به د دغه مور او پلار دا ازمېښت پای ته ورسوي او که نا؟ د ډان اداريه د دغه راپور پحقله وايي؛ د دې راپور تر مخه د سکول دننه او بهر درې اړخه باندې سېکيورټي موجوده وه او بهر سېکيورټي ګارډز (محافظان) هم موجود وو خو د ترهه ګر بريد په وخت هغوي هيڅ ونه کړی شو، دغه اداريه وايي که سېکيورټي ادارو داسې بېشمېره ترهه ګر بريدونه ناکامه کړي وي خو دا راپور واضحه کوي چې يو هم ترهه ګر بريد دا هر څه بې مقصده کړي.