شاته

سپریم کورټ د ډېنیل پرل د کورنۍ اپیل ومنلو، د پرل په قتل کې سزا شوی احمد عمر سعید شېخ به نه ازادېږي

د پاکستان سپریم کورټ د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېڼیل پرل د کورنۍ اپیل ومنلو چې ترمخه به یې د خبریال په قتل کې سزا شوی مرکزي مجرم احمد عمر سعید شېخ د قید څخه نه ازادیږي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه سپریم کورټ د اپېل اورونه د اینده هفتې پورې وځنډوله.

د ای پي ترمخه احمد عمر سعید شېخ ته د ډېڼیل پرل په وژنه کې په کال ۲۰۰۲ کې د مرګ سزا ورکړی شوه.

ډېنیل پرل د کال ۲۰۰۲ د جنورۍ په ۲۳ په کراچۍ کې په داسې حال کې وتښتول شو چې هغه د پاکستاني وسله والو سره د ریچرډ ریډ د تعلق په اړه د خپل رپورټ دپاره څېړنه کوله. ریچرډ ریډ چې د "شو بامبر " یا د بوټ بمبار په نامه مشهور شوی و هغه تن و چې د پېرس نه د امریکې فلوریډا ریاست ته په پرواز کې نیول شوی او په خپلو بوټانو کې یې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو.

سږ کال د اپرېل په میاشت کې عدالت د احمد عمر سعید شېخ د مرګ سزا ختمه کړه خو د ډېنیل پرل د په تښتوولو کې یې د هغه اووه کاله د قېد سزا پرځای وساتله.

ای پي وايي د احمد عمر سعید شیخ بري کېدل د امریکې حکومت، خبریالانو د تحفظ ادارې او د ډېنيل پرل کورنۍ حېرانه کړل. د ډېنیل پلار جوډی پرل ای پي ته د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو ايمېل کې وویل دغه فېصلې لکه د طوفان په څېر د دوی د کال ۲۰۰۲ زخمونه بیا پرانستل.

د پرل د کورنۍ وکیل فېصل صدیقي په سپریم کورټ‌ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د مقدمې د اورېدنې ډیر ثبوتونه موجود دي چې په بنیاد یې د احمدعمرسعید شیخ د بري کېدو فېصله سپریم کورټ ردولی شي چې پکې د ګواهانو شاهدتونه، اعترافي بیانونه او فورنزک ثبوتونه شامل دي.

فېصل صدیقي وویل په اعترافي بیانونو کې د کال ۲۰۱۹ د احمد عمر سعید شیخ د لاس لیکل شوی خط هم دی چې هغه پکې د ډېنیل پرل په وژنه کې خپل کردار مني او وايي کردار یې ډیر معمولي و. صدیقي د دغه خط په بنیاد شېخ په جرم کې خپل ځان خپله ککړ کړی دی.

د احمد عمر سعید شیخ وکیل محمود شېخ وویل د هغه یقین دی چې سپریم کورټ په احمد عمر سعید شیخ بري کېدل پرځای وساتي. وکیل وویل چې په هغه په عدالت کې د زړه دوره راغلي وه او ډاکټرانو ورته اینده دوه هفتې په بستر د ارام مشوره ورکړې ده او هم د دې له امله ای پي وايي دا پوښتنه راولاړه شوي چې ایا د ډېنیل پرل د کورنۍ په اپېل په اورونه وشي او که نا؟