شاته

امريکې په بغداد کې سفارتخانې د بندولو دړکه کړي

امریکې دړکه کړي د شیعه ملېشو د حملو له امله به د عراق سرښار بغداد کې خپله سفارتخانه وتړي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په ورستیو ورځو کې عراقي مامورین خبرداره کړي که چېرې دوی په امریکايي پوځي هدفونو او سفارتي اسانتیاو د حملو مخنیوي وه نکړو نو امریکا به خپل سفارت بند کړي. د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي عراقي چارواکو ته د پامپېیو د خبرداري خبر خبري ادارو د امریکايي او عراقي مامورینو له قوله رپورټ کړی دی.

پامپېیو په څرګنده ډول په دغه مسله خبرې نه دي کړي او د وي او ای رپورټ وايي د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ترجمانې د ګل، دوشنبې، په ورځ د بهرنیو مشرانو سره د پامپېیو په خبرو د تبصرې نه ډډه وکړه.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمانې وویل امریکا په نورو ملکونو کې خدمات ترسره کوونکو خپلو شهریانو باندې حملې نشي زغملی.

ترجمانې وویل دا خبره یې وړاندې هم کړې ده د بې قانونه ایران پلوه ملیشو چلند په عراق کې د ثبات لاره نیسي. ترجمانې زیاته کړه دا د قبولولو وړ نه ده چې ایران پلوه ډلې دي په امریکايي سفارتخانې، امریکايي او نورو سفارتکارانو راکټې چلووي او د عراق قانون او نظم ته دې ګواښ راولاړ کړي.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې هم امریکې ویلي وو په عراق کې د امریکې د سفارتي اسانتیاو تحفظ ‌‌مه واري د عراق په غاړه ده.

د جنورۍ د میاشت د دغه پېغام نه څو هفتې وړاندې په عراق کې په امریکايي ځواکونو حملې شوي وې او په ځواب کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کۍ د ایران پوځي جرنېل قاسم سلیماني او یو عراقي پوځي کمانډر ابو مهدي منهدس ووژلو.

په قاسم سلیماني د حملې وروسته په عراق کې مظاهرې راوپارېدلې او د عراقي پارلېمنټ یو شمېر غړو وویل امریکايي اقدام د ملک د خپلواکۍ سرغړونه وه او امریکايي عسکر دې د عراق څخه ووځي.

په عراق کې امریکايي عسکر د داعش خلاف د عراقي ځواکونو مرسته او مشاورت کوي. د سپټمبر په شروع کې د امریکې دفاع وزارت پېنټګان اعلان وکړو چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو تعداد د ۵۲۰۰ نه ۳۰۰۰ ته راکم کړی شي.