شاته

پاکستان: د افغانستان سره د تورخم او پښتونخوا نورې لارې به څلور ورځې د مسافرو لپاره خلاصې وي

په داسې حال چې د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان په خپل سرکاري سفر په اسلام اباد کې دی، د پاکستان حکومت د نن (سه شنبې) د ورځې نه د تورخم او خېبر پښتونخوا نورې لارې د مسافر لپاره د پرانستلو اعلان کړی.

د دغه لارو د پرانستلو اعلان د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم عمران خان ځانګړي استازي محمد صادق خان تیره شپه په خپل ټوېټر کړی. نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي: ٫٫ د تورخم په ګډون په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان سره ټولي ګډی پولی به د سه شنبې ، چهارشنبه ، پنجشنبه او شنبې یا خالي ورځو مسافرینو په مخ پرانستل شي.٬٬

نوموړي وړاندې لیکلي چې موږ به ډیر زر د کرونا وبا نه وړاندې عادي حالت ته راستانه شو او زیاتوي،‌ د تورخم په شمول د خېبر پښتونخوا صوبې نور سرحدي لارو د پرانستو په اړه یې چارواکو ته خبرداری هم ورکړی دی.‌

د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بیا تیره شپه پاکستان د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قیصر سره هم لیدلي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل ټوېټر په یو ټوېټ کې لیکلي: ٫٫ د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر سره مو ښې خبرې وشوې، او د افغانستان سولې پروسه کې د مرستو، او د دوه اړخیزه اړیکو ښو کولو ژمنې مو تکرار کړې. ډاکټر عبدالله عبدالله وړاندې لیکلي چې د د اسد قیصر لخوا د افغانانو لپاره د پاکستان ویزو ترلاسه کولو لپاره اخستل شوي نوي ګامونو پر سر مې د نوموړي مننه هم کړې.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر هم په خپل یو ټوېت کې د عبدالله عبدالله سره د شوي‌ ملاقات عکسونه خپاره کړي او لیکي چې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ کې د افغان پلاوي سره مو دیر مهم ملاقات ترسره کړی.

ډاکټر عبدالله د دغې ملاقات وړاندې د پاکستان دخارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د شوي ملاقات په اړه هم یو ټوېټ کړی او وايي،‌ شاه محمود قریشي سره د تل په شان یو ګټه ور ملاقات وشو. مونږ د افغانستان سولې پروسې، په دوها کې روانو بین الافغاني خبرو اترو او دوه اړخیزه اړیکو نورو قوي کولو خبرې کړي.

ډاکټر عبدالله وړاندې لیکلي ځه د شاه محمود قریشي لخوا په تود هرکلي‌ او مېلمستیا د هغه مننه کومه.

د افغانستان د ملي مصالحتې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تیره ورځ په خپل رسمي سفر اسلام اسلام اباد ته رسېدلی. د خپل سفر په وخت نوموړي

ويلي وو چې د یولوړ پوړي پلاوي سره د پاکستان سفر کوي. د خپل سفر په اړه نوموړي په ټويټر ویلي، د پاکستان د وزيراعظم، صدر، د سېنېټ چيئرمېن، د قامي اسمبلۍ سپيکر، د بهرنيو چارو وزير او نورو چارواکو سره به وويني.

نوموړي زياته کړې دا سفر دواړو هېوادونو ته موقع برابروي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په خبرو او دوه اړخيزه اړيکو د يو بل سره نظرونه شريک کړي.

عبدالله عبدالله هيله څرګنده کړې چې دا سفر به د دوه اړخيزه شريکې همکارۍ ترڅنګ په افغانستان کې د تل پاتې سولې نوی باب پرانيزي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د وزيراعظم د اقتصادي چارو مشارو رزاق داؤد او د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي مرستيال محمد صادق د راولپنډۍ په نور خان هوايي اډه د عبدالله عبدالله هرکلی کړی دی.

د افغانستان د مصالحتي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په داسې وخت د پاکستان سفر کوي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې دوام لري.

او د جمعې په ورځ د افغانستان صدر اشرف غني او وزیراعظم عمران خان په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکرتو د شروع کېدو او په افغانستان د اوربند په موضوع په ټېلېفون خبرې کړې وې.