شاته

امریکا کې د «ټېک ټاک» د بندولو پرېکړه وځنډول شوه

د امریکا په متحدو ایالتونو کې یو قاضي په ټولنیزو رسنیو کې د یوې مشهورې ویدويي شبکې «ټېک ټاک» د بندولو په اړه د حکومت پرېکړه وځنډوله.

د امریکا د سوداګرۍ د وزارت د پرېکړې په اساس دا چینايۍ شبکه باید د یکشنبې په ماښام د امریکا په متحدو ایالتونو کې تړل شوې وای.

امریکایي چارواکي وايي شاید د دغې شبکې له لارې د امریکایي اتباعو ځینې حساس معلومات د چین د حکومت لاس ته ورشي.

د محکمې قاضي د دغې قضیې څارنوال او مدافع وکیل ته تر را روانې چهارشنبې پورې (سپتمبر ۳۰) وخت ورکړ چې د قضیې په اړه نور کار هم وکړي.

ټېک ټاک یوه ټولنیزه شبکه ده چې په نړۍ کې میلیونونه کاروونکي لري او کاروونکي یې تر ډېره د خپل ژوند د بېلا بېلو برخو په اړه لنډې ویدیوګانې په کې خپروي.

د ټېک ټاک شبکې مدافع وکیل په محکمې کې وویل چې د ټک ټاک بندول به د شبکې د کاروونکو د بیان د ازادۍ حقونه تر پښو لاندې کړي او همدغه راز د ټک ټاک شرکت ته به هم لوی مالي زیان واړوي.

د ټېک ټاک شرکت د قاضي پرېکړه ستایلې ده او ویلي دي چې د خپلو کاروونکو د حقونو لپاره به مبارزه وکړي.

د قاضي له پرېکړې وروسته د امریکا د سوداګرۍ وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د ټک ټاک له لارې د چین د حکومت لاس ته د امریکایي وګړو د معلوماتو د انتقال په اړه اندېښنې «د قانون په اساس په ځای دي ‌او د ملي‌ امنیت د مشروعو ګټو ساتنه ده.»

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې دوی به د ټېک ټاک بندولو په اړه د ولسمشر د اجرايي فرمان ننګه کوي.

د چین حکومت دا نه مني چې ګنې د ټېک ټاک له لارې د امریکايي وګړو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

د امریکا حکومت د «وي چټ» په نامه د یو بل امریکايي آپ د بندولو پرېکړه هم کړې وه،‌ چې محکمې دا پرېکړه هم ځنډولې ده.