شاته

عمران خان:افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو په بیړه کې وتل به هوښیاري نه وي

دپاکستان وزیراعظم ښاغلی عمران خان وایي دافغان سولې دپاره دبین الافغاني خبرو اترو پړاؤ کړکیچونه پیدا کیدای شي خو ددې پړاؤ په بریالیتوب سره سرته رسول زغم،پراخه سینې اؤ دجوړجاړي چاپیریال ته اړتیا لري.

امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې خپل یو لیکلي مضمون کې عمران خان ویلي دا مهال افغانستان اؤ سیمه کې دامن هېلې راټوکیدلې دي اؤ دوحه کې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ د روانو خبرو له امله افغان جګړه ختمیدو ته ورنزدې شوې ده.

هغه لیکلي چې افغانستان کې دامن ټینګښت شونی دی خو ددغه هیواد نه دنړیوالو ځواکونو په بیړه کې وتل به هوښیاري نه وي.

عمران خان لیکلي مونږ د افغان جګړې څخه دا نتیجه اخستې ده چې پاکستان اؤ افغانستان خپلو کې په جغرافیایي اؤ کلتوري رشتو تړل شوي اؤ ترڅو چې زمونږ افغان وروڼه،خویندې دامنیت څخه نه وي برخمن شوي،پاکستان کې هم ریښتونې امن نه شي راتلی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان ته امن اؤ ثبات د طاقت دلارې دبهر څخه نه شي راتلی بلکې یوازې دافغانستان دمشرتابه اؤ افغانانو خپلو کې دجوړجاړي له لارې دافغانستان په خاوره کې امن ټینګیدای شي.

وزیراعظم خان لیکلي چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې په کال ۲۰۱۸م کې دافغان جګړې په سیاسي هواري کې مرسته غوښتې وه اؤ پاکستان اوس له خپل لوري دافغان شخړې په سیاسي هواري کې هر رقم کومک کوي.

عمران خان ویلي دامن کومه لاره چې مونږ غوره کړې وه هغه اسانه نه ده ،پاکستان د څلورو لسیزو راهسې دافغان کډوالو پالنه کوي اؤ دافغان جګړې له امله پاکستان کې وسلې اؤ منشیات زیات شول.

هغه ویلي د بین الافغاني خبرو روان پړاؤ کې به ځېنې جنجالونه وي خو په دې وخت کې ضرورت په دې خبره دپوهیدلو دی چې د خبرو په میز ځنډ دجګړې په میدان کې له وینو توئیدو ډير غوره دی.

هغه وایي د سولې خبرې خبرې کله هم د جبر اؤ تشدد په چاپیریال کې دوام نه شي کولی ځکه نو اړینه ده چې افغان خواوې دتاؤتریخوالي کچه راټیټه کړي.

عمران خان زیاته کړې ده چې افغان دولت طالبان دیو سیاسي قوت په توګه منلي دي اؤ هیله ده چې طالبان به هم په دې لړ کې دافغان دولت د پرمختګ ستائنه وکړي.