شاته

سږکال دپښتونخوا دسېلګرۍ سیمو ته د ۱۰ؤ اربو روپو زیانونه اوښتي دي

۲۷م ستمبر د سیلګرۍ د نړیوالې ورځې په حیث دا ځل داسې حالاتو کې نمانځل کیږي چې د کرونا رنځ له امله دغه څانکه هم اغیزمنه شوې ده او د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ محکمه وایي د صوبې دوؤ ډویژنونو ملاکنډ او هزاره کې سږ کال د سیلګرۍ څانګې ته د لسو اربو روپو زیان اوښتی دی.

په سیلګرۍ ژور نظر لرونکی خبریال عزیز بونیری وایس آف امریکا ډیوه ته وایي د پاکستان تر ټولو زیاته سیلګري خیبر پښتونخوا کې ده. ددې دوه برخې دي. یوه قدرتي ښایست یعني شنه غرونه، ډنډونه، سیندونه او پاک یخ موسم او بله د دوو زرو کلونو نه زیات تاریخي د بدها آثارچې د صوبې هره ضلعه کې شتون لري.

هغه وایي دبره دیر کمراټ ښایسته سیمه وړاندې ډیرو کمو خلقو پیژندله خو اوس چې دغلته لږې ډیرې اسانتیاوې پیدا شوې نو خلق ئې سیل له روان شوي دي.

"مخکښې هلته هوټلې نه وې، تشنابونه نه وو، نو هلته به کورنۍ نه شوی تلی او پاتې کیدو کې به مشکلات وو خو اوس هلته د استوګنې لپاره هوټلې جوړې شوې دي. خو ددې سره د یو بل څیز خیال باید وساتل شي چې ددغه ځایې ښکلا برقراره وساتل شي، د چاپیریال د پاک ساتلو یو نظام جوړ شي او د ځنګلاتو تحفظ وشي"

عزیز بونیري زیاته کړه که حکومت شخصي ادارو سره په ګډه د هوټلو جوړولو او دغه شان د نورو اسانتیاو بندوبست وکړو نو نه یوازې د ملک دننه سیلګري بلکې خارجیان به هم په لویې شمیر دلته راشي او هاغو لکونو خلقو ته به اقتصادي ګټه ورسي کوم چې سیلګرۍ سره تړلي دي بلکې د هیواد زرمبادله کې به هم د اضافې سوب وګرځي.

کارپوهان وايي د پښتونخوا نوو ضم شوؤ ضلعو کې هم د سیلګرۍ امکانات روښانه دي خو که حکومت دغلته د امنیت وضعه صحیح کړه.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشیر کامران خان بنګښ هم دا خبره مني او وایي زمونږ د صوبې درې غټې ذریعې دي. یوه معدنیات، دویمه انرژي یعني بجلي، ګیس او تیل او دریمه سیلګري. او وایي د سیلګرۍ د ودې لپاره حکومت ځانګړي ګامونه پورته کړي دي.

دنوموړي په وینا موجوده چې د سیلګرۍ څومره هم ځایونه دي د هغې د ترقۍ لپاره په چټکتیا کارونه روان دي. کالام نه میا آدم او مینګورې پورې ترقیاتي کارونه لګیا دي. چترال کې هم د سیلګرۍ امکانات ډیر دي دغلته هم کارونه روان دي او سیلګرۍ ته د ودې ورکولو لپاره مونږ درې نوې کالام، کمراټ او کیلاش اتهارټیانې جوړې کړې.

زیاته یې کړه حکومت هاغو د سیلګرۍ دلار ښوونکیو یا ټورټسټ ګایډز فیسونه او د هوټلو ټیکسونه د یو کال لپاره بخښلي دي او ددې لپاره مو د ۷۷ میلیونو یو پیکج اعلان کړی دی. دغه راز حکومت ۱۶۸ ګیسټ هاوسونه د سیلګرۍ محکمې ته سپارلي دي.

پوهان وایي کوم ځایې چې حکومت د سیلګرۍ د ودې لپاره یو څو بنیادي ګامونه پورته کړي نو بیا خارجي ادارې وړاندې راشي او د اربونو روپو سرمایه ګزاري کوي. که صوبایي حکومت دې څانګه کې لږ چټک ګامونه پورته کړل نو ددغې ځایې د خلقو تقدیر به ورسره بدل شي.