شاته

له اذربایجان سره جګړه؛ ارمنستان پوځي حکومت اعلان کړ

د راپورنو له مخې نن یکشنبه د اذربایجان او ارمنستان د سرتیريو ترمنځ تازه نښتې شوي دي.

اسوشېټيډ پریس خبري اژانس نن یکشنبه سپټمبر ۲۷ (تلې شپږمه) ویلي چې دغه تازه نښتې نن یکشنبه په «ناګورنو قره باغ» سیمه کې شوي دي.

د ناګورنو قره باغ جلاغوښتونکې سیمې د دفاع وزارت ویلي چې د اذربایجان څلور هلیکوپترې، ۱۵ ډرون او ۱۰ ټانکونه یې د یکشنبې د ورځې په نښتو کې له منځه وړي دي.

پدې ترڅ کې ارمنستان په هیواد کې پوځي حالت اعلان کړی او د هیواد نارینه اوسیدونکي یې تنظیم او په وسلو سمبال کړي دي.

له بلې خوا د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس له اذربایجان او ارمنستان څخه غوښتي چې د ناګورنو قره باغ د سیمې پر سر خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

همداشان ترکیې هم له ارمنستان څخه غوښتي چې د اذربایجان په وړاندې له دښمنۍ څخه چې په وینا یې «کیدای شي ټوله سیمه وسوزوي» لاس واخلي.

د ترکیې د دفاع وزیر حولوسي اکر، وویل «د ارمنستان متخاصم دریځ د قفقاز په سیمه کې د سولې او ثبات په وړاندې لوی خنډ دی او باید سمدستي له دې دښمنۍ نه لاس واخلي چې کیدای شي ټوله سیمه وسوزوي.»

د ترکیې د دفاع وزیر زیاته کړه چې انقره به د باکو سره د «ټولو منابعو» مرسته وکړي. د ترکیې د دفاع وزیر ددغه څرګندونو په وړاندې ارمنستان سمدستي کوم غبرګون ندی ښودلی.

د ارمنستان چارواکو په دغه نښته کې هغه هیواد ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

خو د اذربایجان هیواد دفاع وزارت بیا د ارمنستان د چارواکو دا ادعا رد کړې چې ګواکې د دغه هیواد هلیکوپټرې او ټانکونه یې ویشتلي دي.

د اسوشېټیډ پریس خبري اژانس د راپور په اساس د اذربایجان ولسمشر الهام علي ییف ملت ته په وینا کې ویلي: "د ارمنستان په هوایي بریدونو کې د سرتیرو ترمنځ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

ارمنستان ویلي چې لومړی برید د اذربایجاني سرتیرو لخوا شوی، خو اذربایجان بیا ویلي چې لومړی برید ارمنستاني لوري کړی دی.

ارمنستان او اذربایجان په نويېمې لسیزه کې د ناګورنو قره باغ د غرنۍ سیمې پر سر څو ځلې جګړه کړې ده.

د ناګورنو قره باغ سیمه چې دننه په اذربایجان کې پرته ده او د ارمنیانو له خوا اداره کیږي په ۱۹۹۱ کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته یې خپله ازادي اعلان کړې ده، خو اذربایجان هغه خپله خاوره ګڼي.