شاته

د فرانس سرښار پېرس کې په چاړه حمله کې دوه کسان زخمیان شوي 

د فرانس سرښار پېرس کې د چارلي هېبډو نومې مجلې د پخوانی دفتر سره نژدې یو تن د جمعې په ورځ په چاړه دوه کسان زخمیان کړل.

چارواکو وویل دوه مشکوک کسان یې نیولي او د ترهګرۍ تحقیقات یې شروع کړي دي.

چارواکو لومړی په حمله کې د څلورو کسانو د زخمي کېدو خبره کړې وه خو وروسته یې ووېل د زخمیانو تعداد دوه دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وویل په سمدستي ډول دا نه وه معلومه چې د جمعې د ورځې حمله په څه مقصد شوي ده او ایا دا چې د چارلي هېبډو سره څه تعلق لري او که نا؟

په کال ۲۰۱۵ د مجلې په دفتر د مسلمان وسله والو په حمله کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د دغه حملې په لړ کې د نیول شویو ۱۴ کسانو مقدمه شروع شوي ده.

د حملې نه وړاندې چارلي هېبډو د پېغمبر اسلام خاکې شایع کړې وې چې په یو شمېر مسلمانانو ملکونو کې یې مظاهرې راپارولې وې.

د چارلي هېبډو په دفتر د حملې په لړ کې د نیول شویو کسانو مقدمې د شروع کېدونه نه وړاندې مجلې هغه پخوانۍ خاکې بیا شایع کړې وې.

تېره هفته د مجلې یوه چارواکې د مرګ دړکو ترلاسه کوولو نه پس پولیس خپله بدرګه کې د کور نه بل ځای ته منقتل کړه.