شاته

افغان مېرمنې: طالبانو سره خبرو کې نړیواله ټولنه باید مېرمنو د حقونو لپاره تګلاره وړاندې کړي

لکه څنګه چې د امریکې او طالبانو ترمنځ د ۲۰۱۹ کال فبرورۍ میاشتې ټرون وروسته او تر روانې د سولې خبرو اترو پروسې سربېره په افغانستان کې د یوې دوامداره سیاسي جوړجاړي امکانات لا نه دي روښانه، همداسې افغان مېرمنې وايي د میرمنو راتلونکې هم نه دی واضحه او د سولې په پروسه کې شاملې افغان میرمنې د سولې د تړون احتمالي پایلو په اړه اندیښمن دي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم نسکوریدو وروسته افغان ښځو د کال ۲۰۰۱م راهسې د تعلیم او کار په برخه کې ډیر پرمختګ کړی او ټولنيزو او اقتصادي چارو كې یې په دوامداره توګه فعاله ونډه اخیستې.

د ملګرو ملتونو، امریکا او نورو نړیوالو ادارو په مرسته ډیری ښځې د رهبرۍ، مدیریت او نورو څانګو کې روزل شوي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ مېرمنې د وزیرانو او معینانو په کلیدي‌ څوکیو کې کار کوي او همداراز په پارلمان کې ګڼ شمېر میرمنې استازي شتون لري.

تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ویډیو کانفرانس له لارې په واشنګټن کې د سولې انسټیټیوټ له خوا په قطر کې د روانو خبرو په هکله یو انلاین بحث ته وینا وکړه.

په دې آنلاین بحث ګڼ شمېر لیدونکو د ښځو د حقونو په اړه ترې پوښتنې وکړې. ښاغلي خلیلزاد دې پوښتنې ته نېغ په نیغه ځواب و نه وایه چې ولې د طالبانو د سولې په مذاکراتي ټیم کې ښځې نه دي شاملې خو ویې ویل، طالبانو ته یې ویلي‌ چې نننی افغانستان یعنې یو پرمختللی افغانستان باید قبول کړي.

خلیلزاد وویل:"امریکا د ښځو د حقونو په اړه جدي ده او پکار دی چې د هغوی‌ نړیوال بشري حقونه په پام کې وساتل شي، امریکا به په راتلونکي کې هم د ښځو حقونو د خوندي ساتلو لپاره ځینې ګامونه په پام کې ونیسي".

افغانه ټولنیزه فعاله مرضیه نېکمل وايي امریکا او نړیواله ټولنه باید چې د ښځو د حقونو مسله جدي ونیسي او په دې اړه باید یوه کره تګلاره جوړه شي.