شاته

کروناویروس؛ امریکا کې د اخته کسانو شمېر اوه میلیون ته نژدې شو 

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر نژدې اوه میلیون ته رسېدلی دی.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د جمعې تر ورځې سپتمبر۲۵ (تلې۴) د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۶.۹۸ میلیون ته ورسېده او له دې کبله د مړو شمېر څه باندې ۲۰۳زره ته رسېدلی دی.

امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې کروناویروس په کې ډېر کسان مړه کړي‌ او ډېر کسان په کې په دغه ویروس اخته دي.

له امریکا ورسته هند دی چې څه باندې ۵.۸ میلیون کسان په کې د کرونا په ویروس اخته شوي او شاوخوا ۹۲ زره نور مړه شوي دي.

په برازیل کې بیا ۴.۶ میلیون کسان په دغه ویروس اخته دي‌او ۱۳۹زره نور مړه شوي‌ دي.

په برازیل کې د «کارنیوال ریو دی جینیرو» کلنی رسم او ګذشت هم لغوه شوی دی. تیر کلونه به په میلیونونه کسانو په دغه رسم او ګذشت کې ګډون کاوه.

همداراز د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن د کروناویروس د مخنیوي لپاره نوي محدودیتونه اعلان کړي‌دي.

په برتیانیا کې تېره ورځ ۶۶۳۴ کسان په دغه ویروس اخته شوي و. په دغه هېواد کې هره ورځ ۲۲زره کسان ځانونه معاینه کوي چې د کرونا په ویروس اخته نه وي.

د اسرائیل صدراعظم بینیامن نتنیاهو اعلان وکړ چې د کروناویروس د پېښو په زیاتېدو سره به په ټول هېواد کې بیا عمومي قرنطین اعلانوي.

د کرنا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې پرې څه باندې ۳۲.۲میلیون انسانان اخته دي. دا مهال د کرونا له کبله په نړۍ کې شاوخوا ۹۳۸زره کسان مړه شوي ‌دي.