شاته

بغلان کې د افغان هوايي ځواک هلیکوپټر لوېدلې

د افغانستان دفاع وزارت وايي تېره ورځ مازدیګر ناوخته د افغان هوايي ځواک یوه «MD530» هیلکوپټرې په بغلان ولایت کې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.

دفاع وزارت ویلي چې دغه هلیکوپټر د مرکز پلخمري اړوند «کپرک» سیمه کې لوېدلې ده.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه پېښه کې د افغانستان د هوايي ځواک دوه پیلوټان وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي: "مازدیګر ۴:۳۰ دقیقې د هیواد د هوايي ځواک «MD530» ډوله هیلکوپټر د تخنیکي ستونزو له کبله د بغلان ولایت د پلخمري ښار د کپرک په سیمه کې سقوط کړی دی. په دې پېښه کې متاسفانه د هیواد د هوايي ځواک دوه تنه اتل پیلوټان شهیدان شوي دي."

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس نن جمعه د یادو وژل شوو پيلوټانو جسدونه د یولړځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغوی کورنۍ ته وسپارل شول.

که څه هم افغان چارواکي ډېر کله د هلیکوپټرو د لوېدو لامل تخنیکي ستونزې یادوي خو ځینې کارپوهان وايي چې کمه تجربه هم یو د الوتکو د غورځېدو یو علت دی.

د افغانستان د هوايي ځواکونو پخواني قوماندان عتیق الله امرخېل امریکا غږ ته ویلي وو چې دا هلیکوپټرې د مسلکي او مجربو کسانو د نشتوالي او کموالي له کبله غورځېږي.

تر دې مخکې هم د افغان پوځ یو شمېر څرخي الوتکې غورځېدلې دي.