شاته

غزني کې د آلوبخارا څه باندې دوه زره ټنه حاصل شوی ـ کرنې وزارت

سږ کال په غزني ولایت کې د الوبخارا له ۲۶۰ بڼونو څخه څه باندې ۲۰۰۰ مټریک ټن حاصل تر لاسه شوي دی.

د غزنې د کرنیزو چارو امر عبدالولي کوچې ویلي چې په ولایت کې د الوبخارا څلور ډولونه کرل شوي چې په وینا یې تر ټولو نوموتي هغه یې «دل ګنجشک» دی او نړیوال بازار لري.

نوموړي زیاته کړې چې د غزني آلوبخارا له هېواده بهر هند، پاکستان، متحده عربي امارات، انګلستان، امریکا او کانادا ته هم صادریږي.

د «پدیده غزنه» د شرکت مسوول حیات الله شفاهي په وینا دمګړۍ د غزني په بازارونو کې یوه کیلو وچ آلوبخارا په ۲۰۰ افغانیو خرڅیږي.

نوموړي زیاته کړه چې لا هم په غزني ولایت کې د آلوبخارا د تولید او پروسس په برخه کې لویه ستونزه، بسته بندي ده چې په وینا یې په غېرمعیاري ډول او په ټیټه بیه له هېواده بهر بازارونو ته صادر او وپلورل شي.

د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس د هېواد په کچه د الوبخارا څلور زره او ۲۹۴ بڼونه شته چې د هر هکټار حاصل یې اووه مټریک ټنه اټکل شوې دی.

آلوبخارا د کابل، غزني، لوګر، پروان، کندهار، زابل او میدان وردګو په ولایتونو کې تولیدیږي. په دې ډله کې غزني تر ټولو زیاد او باکیفیته آلوبخارا تولیدوي.