شاته

امریکا د ایران په دوو قاضیانو او څو بنسټونو بندیزونه ولګول

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت پر ایران د بندیزونو په لړ کې دا ځل د دغه هېواد د اسلامي‌ انقلاب د یوې محکمې په ګډون په څو قضايي ادارو او دوو قاضیانو بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د ایران دوه قاضیان سید محمد سعادتي او محمد سلطاني، د شیراز په ښار کې د اسلامي انقلاب د ابتدايي محکمې څانګه، د ایران د عادل اباد، ارومیه او وکیل اباد زندانونه د بشري‌ حقونو څخه د سرغړونې مسولین دي.

وايی د وکیل اباد په زندان کې د امریکا یو تبعه مایکل وایټ هم ساتل کېده او د سوداګرۍ د برخې یو فعال او ښوونکی محمد حسین سیفهري هم له دې کبله بندي و چې خپل بشري حقونه یې غوښتل.

اعلامیه وايي چې قاضیانو او محکمې دایرانیانو بشري حقونه تر پښولاندې کړي دي او په زندانونو کې بیا تورن کسان ربړول شوي ‌او ځورول شوي‌ دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۵(تلې۴) په خپل ټویټر کې ولیکل: « ایران خپل قضايي سیستم د ځپلو په یو سیستم بدل کړی. نن د امریکا متحده ایالتونه د ایران په یو شمېر چارواکو او بنسټونو د بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله بندیزونه لګوي. په دوی کې هغه قاضي هم شامل دی چې په نوید افکاري یې د اعدام حکم کړی و.»

نوید افکاري یو ایرانی پهلوان و چې په ۲۰۱۸ کې په مظاهرو کې د ګډون او د یو کس د وژلو په تور ونیول شو او څه موده مخکې اعدام شو.

د امریکا حکومت وايي چې دوی به له هغو کسانو سره حساب او کتاب کوي چې د ایران خلک یې له ازادۍ او عدالت څخه محروم کړي دي.

د امریکا حکومت د نړۍ له نورو ولسونو څخه هم غوښتي چې د امریکا په څېر د بندیزونو د لګولو له لارې د ایران د رژیم سره حساب او کتاب ته لاره هواره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې امریکا به د ایران د خلکو سره ولاړه وي او د ایران له رژیم څخه غواړي چې له ایرانیانو سره ښه چلند وکړي.