شاته

حکومتي ادارې د پېښور په بي ار ټي منصوبه کې د کروړونو روپو بې ضابطګۍ موندلي 

د خېبرپښتونخوا د حکومت د مالي چارو د څارنې ادارې د پېښور په بي ار ټي منصوبه کې د کروړونو روپو بې ضابطګۍ موندلي دي. په بي ار ټي بسونه کې د اور لګېدو د پېښو وروسته د بسونو چلند په موجوده وخت کې ځنډول شوی دی.

اډیټر جنرل چې د حکومت د پېسو حساب کتاب ساتي په خپل تازه رپورټ کې ویلي د بي آر ټي منصوبې په ۲۲۰ بسونو کې ۵۱ بسونه بې وخته ،غیر معیاري او د بنیادي اډاڼې د جوړیدو نه وړاندې اخیستل شوي وو.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه بسونو د بې وخته اخیستل کېدو له امله یې ګارنټي متاثره شوي او حکومتي خزانې ته یې اته لکه امریکايي ډانلر نقصان رسولی دی.

په پېښور کې وي او ای د اردو څانګې خبریال شمیم شاهد په خپل رپورټ کې لیکي چې د اډیټرجنرل د کال ۲۰۱۹ رپورټ په داسې حال کې په سوشل میډیا مخې ته راغلی چې په ۱۶ سپټمبر د بي ار ټي په بس کې د اورلګېدو نه پس د بس چلند ځنډول شوی دی. په بي ار ټي په بسونو کې د اورلګیدو دغه څلورمه پېښه وه او د چارواکي وايي بسونو د معاینې دپاره چین نه ماهرین راغوښتل شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د پېښور مېټرو بس چلوونکي کمپنۍ ټرانس پشاور ترجمان محمد عمیر د اډیټر جنرل موندنې غیر مصدقه وبللی او خپل دریځ یې د شریکوولو نه ډده وکړه.

خو پخوانی صوبايي وزیر او د جمیعت علما الاسلام (ف) یو مشر مولانا امان الله حقاني چې په ۲۰۱۸ کې په خواست یې د پېښور هايي کورټ وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای ته د بي ار ټي د چارو د تحقیقاتو امر کړی و وايي د اډېټر جنرل رپورټ صحیح دی.

سپریم کورټ د صوبايي حکومت په خواست د هايي فېصله وځنډولې ده او مولانا امان الله حقاني وايي صوبايي حکوخت دغه خواست ځکه کړی و چې په بي ار ټي تعمیراتي کار وه نه دریږي.

مولانا امان الله حقاني وویل اوس چې منصوبه مکمل شوي ده نو پکار ده چې صوبايي حکومت په خپله سپریم کورټ ته رجوع وکړي او د هايي کورټ د فېصلې ځنډولو امر خارج کړي. هغه زیاته کړه که صوبايي حکومت دغه ګام نه اخلي نو هغه به سپریم کورټ ته په اړه خواست وکړي.

د پېښور بي ار ټي منصوبې د تعمیر کار پرانېسته پخواني وزیراعلا پرویز خټک په کال ۲۰۱۷ کې کړې وه او ویلي یې وو چې منصوبه به د ۴۹ ارب روپو په لګښت په شپږو میاشتو کې سرته ورسول شي.

د بي ار ټي برانسته وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ د اګست په ۱۳ نېټه وکړه چې قریباً ۱۰۰ ارب روپۍ پر خرڅ شوي او ځینې برخې یې لا اوس هم نه دي مکمل شوي.