شاته

د اسټرېليا نامتو بېټسمېن ډين جونز د ۵۹ کالو په عمر کې مړ شو

هندی مطبوعاتو خبر ورکوي چې د اسټریلیا وتلی د کرکټ لوبغاړی ډین جونز (پروفېسر ډینو) د ۵۹ کالو په عمر کې د زړه د بندېدو لکبله مړ شوی دی.

نوموړی د اسټريليا د کرکټ قامي ټيم کې له کال ۱۹۸۴ تر ۱۹۹۴م پورې ۱۰ کاله لوبېدلی وو او په دې موده کې يې ۵۲ ټېسټ مېچونه او ۱۶۴ یوه ورځني (ونډی) لوبې کړي دي. په کال ۱۹۸۷ م کې د اسټریلیا لپاره د کرکټ ورلډ کپ په ګټلو کې د ډين جونز لوبه ډیره ستاېل شوې وه.

هسې خو ډين جونز يو شمېر سنچريانې وهلي خو په کال ۱۹۸۶م کې د هندوستان په چنايي ښار کې په سخته ګرمۍ کې د هغه ډبل سينچري به هغه د لوبو په مېدان کې تل ژوندی ساتي.
نوموړي په خپل کېرير کې په ټېسټ مېچونو کې ۱۱ او په يو ورځنۍ لوبو يا ونډی کې اووه سېنچريانې وهلي. او په ټېسټ میچونو کې يې د ۴۶.۵۵ په اوسط سره ۳۶۳۱ او په ونډی مقابلو کې يې ۶۰۰۰ رنزونه جوړ کړي وو.

جونز په کال ۱۹۹۸ م کې د کرکټ د لوبې نه استعفی ورکړه او د کرکټ‌ د مبصر يا کومېنټېټر او استاد يا کوچ کارونه يې شوروع کړل. نوموړي د هندوستان په سټار انډيا چېنل د هندوستان د کرکټ د پريمير ليګ د کومېنټېټر په هېڅ کار کړی وو.

د ډين جونز ناساپي مرګ د کرکټ مينه وال او نړيوال لوبغاړي ډې غمجن کړي دي.

د پاکستان د کرکټ بورډ د نوموړي په مړينه د غم څرګندونه کړې او په يو ټويټ کې يي د هغه د پاره دعا غوښتې او د کورنۍ سره يي د غمرازۍ څرګندونه کړې ده.

د هندوستان لېګ سپېنر انيل کومبلی په خپل ټويټ ليکلي تېره هفته مې د ډينو سره ټوقې کولې، څه خبر ووم چې دومره زر به رانه جدا کېږي. " د کورنۍ سره يې په غم کې شريک يم."

ډین جونز د کرکټ د کوچ په هیڅ د افغانستان د کرکټ لوبډلې سره هم لږ وخت لپاره دنده ترسره کړې وه او په کال ۲۰۱۷م کې نوموړي د افغانستان سفر هم کړی وو. د افغانستان کرکټ بورډ د ډین جونز په مرګ خفګان څرګند کړی او په یو بیان کې یې ویلي، چې د کرکټ لپاره د نوموړي کوششونه به هغه تل د خلکو په زړونو کې ژوندی ساتي.‌

ډین جونز د اسلام آباد يوناېټډ سره هم د کوچ په هېڅ کار کړی وو، دغه ټيم هم د جونز په ناساپی مرګ خفګان ښودلی او په يو ټويټ کې يې ويلي ‌دي،

"استاد جونز چې زمونږه د کرکټ کوم تربيت کړی مونږه سره داسې لفظونه نشته چې د هغوي مننه پرې اوکړی شي"

جونز د پاکستان سپر ليګ ۲۰۲۰ لپاره د کراچۍ کنګز د ټيم کوچ وو. دغې ټيم هم د خپل استاد په مرګ خفګان څرګند کړی دی.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي