شاته

وبا، په نړیوال عاید ژور منفي اغیز کړی – د کار نړیوال سازمان

د کار نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۳ (تلې دوهمه) اعلان وکړ چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله په ټوله نړۍ کې د کار مزد ۱۰.۷ فیصده او یا هم ۳.۵ راکم شوی دی.

دغه شمیره چې د کروناویروس د وبا د خپریدو پر وخت د کارونو د بندیدو په خاطر دولتي مالي مرستې په کې ندي شاملې، د ۲۰۱۹ کال د لومړیو نهو میاشتو لپاره د نړیوال ناخالص داخلي تولید د ۵.۵ فیصدو سره برابره ده.

د کار نړیوال سازمان په نړۍ کې پر کار باندې د کرونا وبا د اغیزو په هکله په خپل شپږم رپوټ کې وویل: "د کار کولو د محلاتو بندیدل په ټوله نړۍ کې د کار بازارونه ګډوډوي او د اټکل له حده زیات د کاري ساعتونو د لاسه تللو سبب کیږي."

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، مخ په ودې اقتصادي ټولنو کې کارګران په ځانګړې توګه هغه کسان چې غیر رسمي دندې لري له تیرو کړکیچونو څخه زیات متاثر شوي دي. په رپوټ کې راغلي چې ښځو ته د سړیو په پرتله د کارونو د کمیدو په وجه زیات تاوان رسیدلی دی.

د کار د نړیوال سازمان رئیس ګای رایډر، په ځپله وینا کې وویل: "هماغسې چې مونږ باید د ویروس د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړو، په هماغه اندازه باید پر اقتصادي، ټولنیزو او د بیکارۍ پر اغیزو باندې د غلبې لپاره هم سمدستي په پراخه توګه اقدام وکړو. پدې کې د مشغولیتونو، کارو بارونو او عاید څخه دوامداره حمایت شامل دی."

په رپوټ کې همداشان ویل شوي چې یواځې د کال په دوهمو دریو میاشتو کې د لاسه تللي کاري ساعتونه ۱۷.۳ فیصده وو چې ۴۹۵ میلیون کارونه کیږي، پداسې حال کې چې د ۱۴ فیصده یا د ۴۰۰ میلیون کارونو د لاسه ورکولو اټکل شوی و.

وړاندوینه شوې چې د روان کال په دریمه ربع کې د لاسه تللي کاري ساعتونه به شاوخوا، ۱۲.۱ فیصده وي چې د ۳۴۵ میلیون شغلونو سره معادل دي.

پدې رپوټ کې راغلي: "سربیره پر دې د کال د څلورمې ربع لپاره اصلاح شوې وړاندوینې د هغه څه څخه چې اټکل یې شوی و، تیاره ښکاري."

اټکل کیږي چې د تیر کال په پرتله به د ۲۰۲۰ کال په څلورمه ربع کې د کاري ساعتونو تلفات ۶.۶ فیصده وي چې د ۲۴۵ میلیون کارونو سره معادل دي.