شاته

خلیلزاد: له افغان ښځو سره به مل اوسو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د امریکا د کانګریس په استماعیه غونډه کې د ګڼو نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانانو پر حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو هم خبرې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد په خپلو خبرو کې د افغان ښځو د ملاتړ ډاډ ورکړ. ده وویل:"موږ غواړو ډاډ ورکړو چې بشري حقونه، د ښځو حقونه، د اقلیتونو حقونه، د کوچنیانو او افغانستان د ټولو اوسیدونکو حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د امریکا لپاره ډېر مهم دي. زه غواړم د دې استماعیه غونډې له لارې د افغان ښځو ته ډاډ ورکړم چې موږ به له دوی سره مل واوسو."

په همدې غونډه کې د امریکا په کانګریس کې د مساچوسټس ایالت د اتمې ولسوالۍ استازي او د سنا جرګې د ملي امنیت د فرعي کمیټې رئیس ستیفن لینچ وویل: موږ نه غواړو چې د بې احتیاطۍ له کبله د افغانانو لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې له لاسه لاړې شي.

له طالبانو سره په موافقه کې باید د افغانستان د ټولو ښځو او نارینه وو حقونه خوندي پاته شي.
لينچ

سټيفن لینچ همداراز په دې غونډه کې د هغه لیک یوه برخه ولوسته چې د افغانستان د ولسي جرګې نولسو غړیو ورلېږلی وو.د افغان پارلمان د ولسي جرګې دغو غړیو په یاد لیک کې له امریکا غوښتي چې د افغان ښځو د حقونو ملاتړ دې وکړي.

لینچ استماعیه غونډې ته د لیک يوه برخه ولوسته چې وايي: "له طالبانو سره په موافقه کې باید د افغانستان د ټولو ښځو او نارینه وو حقونه خوندي پاته شي. باید ښوونځیو ته له تګه د نجونو مخه ونه نیول شي. زمونږ د تاسیساتو د له منځه وړلو، د دموکراسۍ او ازادۍ په برخه کې د لاسته راوړنو د شا تګ لامل نشي."

په کانګریس کې د استازو د څرګندونو او پوښتنو په غبرګون کې یو شمېر افغان ښځو ویلي چې د دوی د څرګندونو هرکلی کوي. د افغان دولت د مذاکراتي ټيم غړې فوزیه کوفي د چارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۳مه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: "له تاسي مننه کوو. ښځې د خپل ورځني کار پر مخ وړلو په خاطر له بې ساري خطر سره مخامخ دي. لویه اندېښنه دا ده چې د سولې په خاطر به د ښځو حقونه تر پښو لاندي شي."

سټيفن لینچ ته د لیک له لېږونکو څخه د ولسي جرګې یوې استازې مریم سلیمانخېل هم پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: "له ښاغلي لینچ څخه مننه چې زموږ لیک يې په کانګریس کې ولوست او هغه پوښتنې يې وپوښتې چې زموږ په زړه کې وې."

د میشیګان ایالت د استازې برینډا لارینس د دې پوښتنې په ځواب کې چې له طالبانو سره د امریکا په مذاکراتو کې د ښځو د حقونو موضوع ولې نه وه شامله شوې او امریکا به څه ډول د افغان ښځو د حقونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي؟

ښاغلي خلیلزاد وویل چې طالبانو د ښځو د حقونو په برخه کې مثبت غبرګون ښوودلی او ویلي يې دي چې ښځې د زده کړو او کار حق لري، ښځې کولای شي وزارت وکړي. خو ده زیاته کړه چې که طالبان د یوه راتلونکي حکومت برخه شي، مهمه خبره دا ده چې وکتل شي چې دوی په عمل کې څه کوي. ده وویل، دا به هغه څه وي چې د دوی او افغانستان په اړه به د امریکا پر پالیسۍ اغېز وکړي.

د کانګریس دا استماعیه غونډه په داسي حال کې جوړه شوه چې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکي ټيمونو تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې دوام لري. د افغان دولت په ۲۱ کسیزه ټيم کې څلور ښځې شاملې دي خو د طالبانو په ۲۱ کسیزه ټيم کې هيڅ ښځو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د نړۍ تر سلو زیاتو مشرانو، ډپلوماټانو او مخکښو څېرو د روانې سپتمبر میاشتې په لومړیو کې یو پرانیستی لیک خپور کړ چې پکې د سولې په خبرو کې د ښځو د بشپړه ګډون غوښتنه شوې. د افغانستان د ښځو چارو وزارت دا لیک ستایلی. یو شمېر افغان ښځو هم په بیلابیلو مواردو کې د افغان دولت په ټیم کې د ښځو د شمېر زیاتولو غوښتنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله ده.