شاته

امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مړو شمېر له ۲ لکو واوښت

په امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر دوه لکو ۸۰۷ کسانو ته ورسېد او تر اوسه نږدې شپږ میلیونه او نهه لکه کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

دغه هېواد کې د جان هاپکنز پوهنتون چې د همدې وبا له لومړۍ ورځې دا پېښې ثبتوي وایي، دغه شمېر تأیید کړ.

امریکا کې د مړینو شمېر پرون سې شنبه داسې مهال له دوه لکو واوښت چې یوه ورځ مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، امریکایانو د دغه ویروس بدې ورځې تر شا پرېښي.

امریکا کې د کرونا پېښې او له کبله‌یې د مړینې شمېر تر بل هر هېواد زیات دی.

ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته ویلي، هېواد یې له دغه ویروس سره ښه مبارزه کړې ده او نوموړي دغه کار له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته لویه مبارزه بللې ده.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

هغه ژمنه وکړه چې د کرونا ضد واکسین په ډاډمن تولید سره به د دغه ویروس ټغر ټول او د نېکمرغۍ، همکارۍ او سولې نوی بې‌ساری پړاو به پیل کړي.

د ټرمپ منتقدین بیا وایي، د امریکا ادارې له ویروس سره لازمه مبارزه نه‌ده کړې او ژر یې د ویروس ګواښ نه‌دی مشخص کړی.

دوی وایي، د امریکا دولت لومړی دا فکر نه‌کاوه چې دا ویروس دې دومره وژونکی وي او هماغه لامل و چې ناسم ځواب‌یې ترلاسه کړ.

اندېښنې دا دي چې په امریکا کې ورځ تر بلې د کرونا مثبتې پېښې او مړینې زیاتېږي، خو دا هېواد په نږدې یوه نیمه میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي.

تر امریکا وروسته په برازیل او هند کې د کرونا له لاسه ګڼ خلک مړه شوي دي.

په برازیل کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو لک او ۳۸ زره کسانو او په هند کې له ۹۰ زرو تنو پورته تللی دی.

دې وروستیو شپو ورځو کې په اروپا کې هم د کرونا ویروس پېښې مخ په بره روانې دي.

بورېس جانسون
بورېس جانسون

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون پرون د خلکو په راټولېدنو جدي اصول وضع کړل او خپل هېوادوال‌یې له کورونو کار کولو ته وهڅول.

فرانسې په تېرو ۱۲ ورځو کې شپږ ځله په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰ زرو د ډېرو پېښو راپور ورکړی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۱ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۲۳ میلیونه بېرته ښه شوي او نږدې یو میلیون کسان مړه شوي دي.