شاته

صدر ټرمپ: ملګري ملتونه دې د کرونا وايرس په اړه د چين سره حساب وکړي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ملګرو ملتونو غږ کړی چې چين د کرونا وايرس په اړه نړۍ په تياره کې ساتلې ځکه د دغه وبا په اړه دې د چين سره حساب وشي.

صدر ټرمپ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د ويډيوي لارې په وېنا کې وويل چين د وبا خورېدو وروسته په ملک کې دننه الوتکې ودرولې وې خو نړيوال پروازونه يې روان ؤ او نړۍ يې اغېزمنه کړې ده.

هغه وويل چين او د صحت نړيوالې ادارې غلط بياني کړې او په سر کې یې ويلي ؤ چې دا وايرس د انسان نه انسان ته نه منتقل کيږي.

صدر ټرمپ د کرونا وبا په اړه په چين ټکونه په داسې حال کې کړي چې په نړۍ کې د کرونا وايرس تراوسه پورې 969578 کسان مړه شوي دي.

د کرونا څخه تر ټولو زياتې مړينې په امریکا کې شوي چې شمېره يې 200786 ده.

صدر ټرمپ وويل د کرونا وايرس دپاره ويکسين جوړوي، دغه ويکسين به وويشي، وايرس ته به ماتې ورکړي او ملک به خوشحاله جوړ کړي.

امريکايي صدر په خپله وېنا کې د کرونا وايرس نه علاوه خپلو اقتصادي او بهرنيو پاليسيانو ته کاميابې ویلي دي.

هغه وويل د افغانستان د جګړې د ختمولو په هڅه کې دي د هلته نه خپل پوځ اوباسي او امريکا په نړۍ کې د امن دپاره رول لوبوي.

نوموړي، ايران يې په نړۍ کې د ترهګرۍ خورؤنکی غټ ملک ګرځولی او ويلي يې دي ځکه يې په دوی بندېزونه لګولي دي.

صدر ټرمپ د اسرايل او متحده عرب اماراتو او بحرين د اړيکو جوړولو هم وويل او زیاته يې کړه چې اوس به نور هېوادونه هم د اسرايل سره تړون کوي ځکه چې دا د هغو په ګټه دي.