شاته

ايا سعودي د اسرايل د تسليمولو لپاره ولس تياروي؟

سعودي عرب دا خبره واضحه کړې ده چې ترڅو د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ امن نه وي شوی اسرایل به نه تسلیموي خو د دې ترڅنګ اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د سعودي عرب حکومتي مطبوعات او ځینې عالمان داسې اشارې ورکوي چې د اسرایل په اړه د سعودي عرب په دریځ کې بدلون شروع شوی دی او که په دې لړ کې څه کېږي نو امر به یې ولي عهد محمد بن سلمان کوي.

اسرایل سره د سعودي عرب د تعلقاتو د امکان په اړه بېلا بېل پیغامونه د څېړونکو په وېنا د ۳۵ کلن سعودي ولي عهد او د هغه ۸۴ کلن پلار شاه سلمان په نړیوالو چارو کې د دوی د نظر فرق څرګندوي.

په نیویارک کې مېشته رېبايي مارک شنایر چې د منځني خیتځ په چارو د بحرین د شاه مشیر هم دی وايي دا د راز خبره نه ده چې د سعودي عرب د دواړو مشرانو ترمنځ د عمر فرق شته. د ای پي ترمخه مارک شنایر ویلي په امریکا کې د سعودي عرب پخواني سفیر ورته ویلي چې محمد بن سلمان د سعودي اقتصاد ښه کول غواړي او دا چې سعودي عرب دغه هدف د اسرایل نه بغیر نشي ترلاسه کولی او دا چې سعودي عرب به اسرایل سره تعلقات بالاخر قایم کړي.

د سعودي د شاهي کورنۍ غړي شهزاده ترکي الفېصل وايي د شاه سلمان او د محمد بن سلمان ترمنځ د اختلاف خبره یوازې اندازې دي او د دواړو ترمنځ یې هېڅ اختلاف نه دی لیدلی.

ای پي وايي څېړونکي او مبصرین په دې نظر دي چې تر څو شاه سلمان په اقتدار کې وي سعودي عرب به د اسرایل سره تعلقات قایم نګړي که څه هم د ریاست د عام روزه چارو اختیار یې محمد بن سلمان ته ورکړی دی خو وخت په وخت په اهم مسلو خپل دریځ څرګندوي.

ای پي وايي د سعودي پرېس اېجنسۍ ترمخه د سپټمبر په شپږمه نېټه د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره په ټېلې فون خبرو کې شاه سلمان د عرب پېس اېنېشېټیو سره خپله ژمنه تکرار کړه چې ترمخه یې اسرایل سره د عرب ملکونو د تعلقاتو په بدل کې په هغه ځمکو د فلسطینیانو د جدا ملک د جوړیدو غوښتنه شوي چې اسرایل د ۱۹۶۷ په جنګ کې نیولې دي. رپورټ وايي دا منځني ختیځ دپاره د صدر ټرمپ د تګلارې نه بیخې جدا پلان دی..

ای پي وايي کله چې متحده عرب اماراتو او بحرین اسرایل سره د تعلقاتو قایموولو اعلان وکړو نو د فلسطینیانو د غوښتنو باوجود هم سعودي عرب د دغه نتقید ونکړو چې فلسطینان یې مخالفت کوي.

د اسرایل او متحده عرب امارتو د تعلقاتو جوړیدو نه پس اسرایل یو ای ايي ته پروازونه هم شروع کړل او د سعودي عرب اسرایل جهازونو ته په خپلو فضايي حدودو نه د تېرېدو اجازت هم ورکړو. اسرایلي پروازونو ته د سعودي عرب د اجازت اعلان د صدر ټرمپ مشریر جېریډ کشنر وکړو.

څیړونکي ګني چې د اسرایل په اړه د سعودي عرب د بدلېدونکي رويي یو مثال د بحرین او اسرایل تعلقات هم دي. څیړونکي وايي اسرایل سره د بحرین تعلقات د سعودي عرب د ملاتړ نه بغیر ممکن نه وو.

په واشنګټن کې د عرب ګلف سټېټس انسټېټیوت حسین ابېش وايي سعودي عرب ګڼي چې اسرایل سره تعلق جوړول په ښه ګام وي خو دا د کمزورۍ په توګه څرګندول نه غواړي.

شهزاده ترکي وايي د سعودي عرب ۹۰ فیصد خلک د فلسطینیانو د جدا ریاست د جوړیدو حمایت کوي چې مشرقي یروشلم یې سرښار وي. هغه وویل اسرایل د امن په کوښښونو کې لوې خنډ دی.

ای پي وايي په اګست کې کله چې یو ای ايي اسرایل سره د تعلقاتو اعلان وکړو نو په سعودي عرب کې په ټوېټر د دغه ګام مخالفت کېدلو او چونکه په دغو ملکونو د رای په ازادې بندیزونه دي نو په یو ای ايي او بحرین کې هم د ولس رای به ازاده توګه مخې ته نه دی راغلې.

د کارنېګي انډاومنټ فار انټرنېشنل پيس نومې ادارې څیړونکې یاسمین فاروق وايي په سعودي عرب کې د اسرایل په اړه د خلکو نظرونه ډیر فرق لري. هغه وايي داسې یو کوښښ روان دی په سعودي عرب کې داسرایل په اړه د ولس نظر تیار او تبدیل کړی شي.

ای پي وايي په داسې حال کې چې سعودي عرب د شورو، چهارشنبې، په ورځ ۹۰ قامي ورځ لمانځي عالمانو ته وېل شوي دي چې په خپلو خطبو کې دې د امن او یوالي په ساتلو کې د حاکم حکم د منلو په اهمیت دې خبرې وکړي.

رپورټ وايي دا میاشت د خانه کعبې امام شیخ عبدالرحمان السدېس په خپله خطبه کې په نړیوالو چارو کې د مکالمې په اهمیت او غیر مسلمو سره د رحمدلۍ په اهمیت خبرې وکړې او د یهودیانو یې په خصوصي توګه ذکر وکړو. السدېس دا هم وویل چې د فلسطینیانو مسله باید هېره نه کړی شي.

ای پي وايي د السدېس په تقریر په سوشل میډیا تاوده بحثونه راوپارېدل او د ډېرو خلکو دا خیال وو چې اسرایل سره د سعودي عرب د تعلق دپاره ځمکه هوارول کېږي.

د سعودي عرب د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې دا جمعه په ټوېټر "شانه توه" چې د یهودیانو د نوی کال ښه راغلی دی.