شاته

د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوو- سعودي

سعودي عربستان وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پخلاینې پروسې چې د تاوتریخوالي کمېدو لامل کیږي ملاتړ کوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۱) ناوخته پر خپل ټویټرپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې وروستی بهیر څاري.

د سعودي عربستان په اعلامیه کې راغلي: "سعودي عربستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې وروستۍ خبرې تعقیبوي او د پخلاینې له پروسې او هر هغه څه چې په افغانستان کې د امنیت، ثبات او تاوتریخوالي د کمولو لامل کیږي، ملاتړ کوي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې سعودي عربستان تر هغه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی، تر څو ټولې ریښتینې هیلې او غوښتنې پوره شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې د تیرې اونۍ د شنبې په ورځ په قطر کې پرانیستل شوې.

د امریکا د متحده ایالاتو، امنیت شورا، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان او ګڼو هیوادونو یې هر کلی وکړ.

د دغو خبرو هدف په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته د لارې موندل دي.

تر دا مهاله د دواړو لورو مذاکراتي ټېمونو د تماس ډلې څو ځله خپلو کې سره د سولې مذکراتو د کاري طرزالعمل په اړه بحثونه کړي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټېم ویاند او غړي نادر نادري ویلي چې د وړمې ورځې بحثونو کې د سولې مذاکراتو د کاري طرزالعمل په اړه پرمختګ شوی دی.

ولسمشر غني تیره ورځ د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې هم وویل چې په مذاکره کې باید مداخله ونشي او له مذاکره کوونکي پلاوي څخه پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.