شاته

افغانستان کې تازه ۲۲ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او درې تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه سپټمبر ۲۲ (تله لومړۍ) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۱۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۲ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۰۹۶ ته ورسېد.

دغه هیواد کې تر دا مهاله د کرونا ویروس له امله ۱۴۴۱ تنه مړه شوي دي.

د رسمي شمیرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۵۷۶ تنه بیرته جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت تر دې مخکې یو ځل بیا ویلي و که چیري روغتیايي لارښوونې مراعت نشي د هوا په سړېدو سره د کروناویروس د یو بلې څپې راتلو امکان شته.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا په چټکه په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۱ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۶۵زره نور ورڅخه مړه شوي دي.