شاته

سیمه او نړۍ دې طالبان وهڅوي چې اوربند وکړي- غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې په اړه هر ډول پرمختګ د طالبانو په اعمالو پورې تړلی.

ارګ وايي ښاغلي غني نن سه شنبه سپټمبر۲۲ (تلې۱) د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیوجان سره په لیدنه کې وویل چې د طالبانو تاوتریخوالي هېڅ «مشروعیت» نه لري.

ولسمشر غني وویل: « مهمه ده چې د سیمې او نړۍ هیوادونه د اوربند مفهوم درک کړي او طالبان وهڅوي چې د اوربند په اړه د افغانستان د خلکو او بین المللي ټولنې غوښتنه ومني.»

نوموړي د افغان سولې برخه کې سیمه ییزه اجماع مهمه بللې او په دې برخه کې له چینايي استازي څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

چین په سیمه کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره بیا هم په افغانستان کې جګړې زیاتې شوې.

تر دا مهاله د دواړو لورو مذاکراتي ټېمونو د تماس ډلې څو ځله خپلو کې سره د سولې مذکراتو د کاري طرزالعمل په اړه بحثونه کړي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تیره ورځ ویلي چې د سولې خبرو تر پيلېدو وروسته تاوتریخوالی زیات شوی چې په وینا یې د اندېښنې وړ دی.

هغه پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی و، تر څو د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره یوناما، اروپايي ټولنې، بشري حقونو او د کاناډا سفارت تیره ورځ د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګار وکړ.