د کولمبیا د یاغیانو د مشر په سر پنځه میلیون ډالر جایزه
د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د کولمبیا د «ملي ازادۍ ځواک» د مشر د ځای او موقعیت په اړه د معلوماتو په بدل کې پنځه میلیون ډالر جایزه اعلان کړې ده.
امریکايي چارواکي د دغې ډلې مشر ویلویر ویلېجیز پالومینو پدې تورنوي چې په امریکا کې د کولمبیا د «کوکاینو» د وېشلو په پلان کې برخه لري چې خپلې یاغي ډلې ته پېسې پیدا کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کولمبیا ته له سفر وروسته په خپل ټویټر کې د دغې ډلې مشر « د نشه يي توکو مجرم قاچاقبر» یاد کړی دی.
ښاغلي پمپیو په خپل ټویټر کې د دغه کس په اړه د معلوماتو په بدل کې د جایزې اعلان کړی دی.
ښاغلي پمپیو ویلي دي چې د هېواد یې د کولمبیا له حکومت سره ګډ کار کوي چې په سیمه کې فعالې جنايي ډلې ختمې کړي.
د کولمبیا د «ملي ازادۍ ځواک» شاوخوا ۵۰کاله مخکې جوړ شو او ادعا لري چې په خپل هېواد کې د شتمنیو د نابرابر وېش په ضد مبارزه کوي.
دغې ډلې ته له هغې وروسته د نړیوالو پام واوښت چې په کولمبیا کې یې ځینې ترهګریز بریدونه او وژنې وکړې.
لا معلومه نه ده چې د کولمبیا د «ملي ازادۍ ځواک» مشر چېرته دی خو امریکا هر هغه چا ته چې د هغه د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي، پنځه میلیون ډالر جایزه ورکوي.