شاته

ملګري ملتونه د خپلې ۷۵کلنۍ تاریخي‌ غونډه کوي

د ملګرو ملتونو کلنۍ تاریخي عمومي غونډه نن د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (تلې۱) په نیویارک کې پرانیستل کیږي.

دا د ملګرو ملتونو د تاسیس په ۷۵ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې ددې سازمان د ۱۹۳ غړو هیوادونو مشران به د کروناویروس د وبا د خپریدو په وجه خپلې کلنۍ ویناوې د ثبت شویو ویدیوګانو له لارې واوروي.

د سه شنبې د ورځې غونډه به د ۱۹۴۰ لسیزې راهیسې د تاریخي رواج له مخې د برازیل د جمهور رئیس جایر بولسونارو په وینا پیل شي او بیا به د ملګرو ملتونو د مقر د کوربه هیواد د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ وینا خپره شي.

د نن ورځې نور مشهور ویناوال به د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د چین جمهور رئیس جي جینپینګ، د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون وي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په تالار کې به د هر غړي هیواد په استازیتوب یواځې یو نماینده حضور ولري چې ماسک به یې تړلی وي او د ثبت شوې ویدیو وینا به ګوري.

ملګري ملتونه خپله ۷۵ کلنه کلیزه پداسې حال کې لمانځي چې د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د کروناویروس په نړۍ کې تر اوسه ۹۶۰۰۰۰ تنه مړه کړي او څه دپاسه ۳۱.۲ میلیونه کسان پرې اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ کال کې د دوهمې نړیوالې جګړې د عواقبو په نتیجه کې رامنځ ته شو چې د بلې نړیوالې جګړې د رامنځ ته کیدو مخه ونیول شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرس وایي: «د دریمې نړیوالې جګړې چې زیات شمیر خلک ویره لري مخه نیول شوې ده. په اوسني تاریخ کې هیڅکله هم ندي شوي چې دومره کلونه دې د عمده ځواکونو پوځ سره مخامخ نشي. دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې غړي هیوادونه کولی شي پرې وویاړي او مونږ ټول باید هڅه وکړو چې دغه حالت وساتو.»