شاته

د چین په ولسمشر انتقاد کوونکی په ۱۸ کلونو بند محکوم شو

په چین کې یوې محکمې د ولسمشر ژي جيپینګ یو منتقد، چې د ملکیتونو یو پخوانی لوی سوداګر دی، د فساد په تور په ۱۸ کلونو بند محکوم کړی دی.

رېن ژي ګواینګ د مارچ په میاشت کې د چین پر ولسمشر د کروناویرس سره د پڅې مبارزې له کبله نیوکه کړې وه او هغه یې «مسخره» یاد کړی و. له دغه انتقاد وروسته پولیسو ونیوه.

د سه شنبې په ورځ سپتمبر۲۲ (تله ۱) د بیجنیګ متوسطه محکمې اعلان وکړ چې ۶۹ کلن رېن ژي ګواینګ په هغه دولتي شرکت چې دی یې یو مهال مشر و، ۱۶ میلیون ډالر اختلاس کړی دی.

محکمه وايي چې نوموړی همدغه راز بډې هم اخیستې او له خپل صلاحیت څخه یې ناوړه ګټه هم پورته کړې چې له کبله یې دغه دولتي‌ شرکت ۱۷ میلیون ډالر زیان کړی دی.

محکمه وايي ښاغلي رېن ټول تورونه منلي او د محکمې پر پرېکړې هم اعتراض نلري. پر بند سربېره محکمې هغه ۶۰۰زره ډالر هم جریمه کړی دی.

ښاغلی رېن د مارچ په میاشت کې د چین د ولسمشر پر یوې وینا انتقادي‌ لیکنه خپره کړه. ولسمشر ژي د کرونا ویروس سره د مبارزې تر پېلېدو یوه میاشت مخکې ۱۷زره چینايي چارواکو ته وینا کړې وه.

د جایدادونو دغه پخواني لوی سوداګر په خپلې لیکنې کې ویلي وو چې وضعیت:«داسې نه ښکاري لکه یو امپراتور چې خپل نوی لباس نندارې ته وړاندې کوي، بلکې داسې ښکاري لکه یو ټوکمار چې لوڅ لغړ شوی وي او بیا هم ټېنګار کوي چې امپراتور دی.»

سره له دې چې هغه په دغې لیکنې کې د چین د ولسمشر نوم یاد کړی نه و، خو بیا هم ونیول شو.

نوموړي همدغه راز پر هغه کنفرانس کلک انتقاد کړی و چې د کرونا وبا اړوند معلوماتو په نه خپرولو ټېنګار کاوه او د هغو کسانو د نیولو خبرداری یې ورکړی و چې په دې اړه د حکومت لارښوونې په پام کې نه نیسي.

د چین کمونست ګوند هغه د جولاۍ په میاشت کې وشړه او بیا په بیجنیګ کې چارواکو د دولتي شتمنیو په اختلاس تورن کړ.

په چین تور دی چې د کرونا ویروس په اړه یې په وخت معلومات نه دي خپاره کړي‌ او د کرونا له کبله په چین کې د مړه شویو کسانو دقیقې شمېرې پټوي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې پیدا او بیا نړۍ ته خپور شو. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د کروناویروس تر دې دمه په نړۍ کې ۹۶۰۰۰۰تنه مړه کړي او څه دپاسه ۳۱.۲میلیونه نور انسانان پرې اخته شوي دي.