شاته

پنجشېر کې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ـ چارواکي

د پنجشېر سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت د عنابه ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو برید پر شا تمبولی دی.

د والي ویاند منصور عنابي نن سې شنبه سپټمبر۲۲(تله لومړی) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو یاد برید تیره شپه ناخته د عنابه ولسوالۍ د «فراج» سیمې پر امنیتي پوستې کړی و.

هغه وویل چې دغه برید دامنیتي ځواکونو او سیمې خلکو له مقاومت سره مخ شوی او پر مهال یې درې وسله وال طالبان هم نیول شوي دي.

د پنجشیر والي ویاند په خبره وسله وال طالبان له کاپیسا څخه پنجشېر ولایت ته داخل شوي و.

د چارواکو په وینا د طالبانو په برید کې د سیمې یو تن اوسېدونکی هم ټپی شوی دی.

وسله والو طالبانو د روانې میاشتې پر ۱۸مه د یاد ولایت پر ابشار ولسوالۍ هم برید کړی و.

دا په تیرو کلونو کې پر پنجشېر ولایت د وسله والو طالبانو دوهم برید دی چې تر سره کیږي.

وسله وال طالبان پر داسې مهال دغه برید کوي چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي دي.

طالبانو تر دا مهاله د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو تر پیلېدو وروسته د چارواکو په وینا جګړو زور اخیتسی دی.