شاته

امریکې بيا په ايران د ملګرو ملتونو بندېزونه په ځای کړي

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو ویلي، په ايران يې بيا د ملګرو ملتونو بندېزونه په ځای کړي دي، نوموړي د خالي/شنبې په ماښام دغه خبره کړې ده.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د دې اوونۍ په سر کې په ايران د بندېزونو ویلي ؤ که څه هم د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا اکثريت د ملګرو ملتونو د بندېزونو په ځای کولو مخالفت کړی ؤ.

مايک پمپيو ویلي ؤ امریکا هيله لري چې د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه به دغه ګامونو عملي کړي او خپله زمه واري به پوره کړي.

هغه ويلي په ايران به د وسلو او د دې سره اړونده نور بنديزونه، بېلاسټک ميزايلو ته په وده ورکولو او ايران ته د ايټمي ميزايلو ټېکنالوجۍ په منتقل کولو بندېز وي.

خو د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتهونيو ګېټرس امنيتي شورا ته ويلي، هغه د امریکا په اعلاميه کوم اقدام نه شي چې د ملګرو ملتونو ټول بندېزونه په ايران بيا په ځای کړي ځکه چې د هغه په وېنا ښکاري دا مسله به غېريقيني حالات جوړ کړي.

مايک پمپیو دا هم ویلي که د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د دې بندېزونو په عملي کولو کې په خپله زمه وارۍ کې پاتې راځي نو امريکا تياره ده چې کورني چارواکي يې د دغو ناکامو د نتيجو دپاره کار وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د امريکا د بندېزونو اقدام ته په غبرګون کې ویلي چې دا اوس په نړۍ پاتې ده چې د امریکا دې نامناسبه او يو اړخيزه اقدام ته څه ځواب وايي.

د امریکا د اوږدې مودې اتحاديانو برتانيې، فرانس او جرمني د جمعې په ورځ شورا ته ویلي چې د ملګرو ملتونو لخوا په ايران د بنديزونو مرستې به دوام لري او داسې کومه پرېکړه يا ګام اخستل چې د ملګرو ملتونو بنديزونه بيا په ځای کوي د کومو قانوني اغېزو وړتيا به ونه لري.