شاته

په جرمني کې د لیس بوس د مهاجرینو په ملاتړ مظاهرې شوې

زرګونو کسانو نن د جرمني د برلین او نورو ښارونو کې مظاهرې کړي او اروپایي اتحادیې نه یې غوښتي هغه مهاجرین دې ومني چې د یونان د لیس بوس په ټاپو کې یې کمپ اور واخیسته او بې سرپنا شول.

مظاهره چیانو چې ماسکونه یې تړلي وو، د ځانونو سره یې د "هیڅوک باید تر شا پرې نښودل شي" شعارونه لیږدول.

په مظاهرو کې د علن کردي په نامه د سوریایي ماشوم یوې خپلوانې هم برخه اخیستې وه. دا ماشوم په ۲۰۱۵ کال کې په اوبو کې ډوب شو او مړی یې وروسته د اوبو په غاړه وموندل شي چې د مهاجرینو د بحران په سمبول بدل شو.

د دې ماشوم ترور، تیما کردي مظاهره چیانو ته وینا وکړله او ویې ویل " زه د هغو خلکو په استازیتوب غږیږم چې د ځان په هکله نشي غږیدی. ما خپله کورنۍ ونشوی ژغورلی نو راځئ چې نور وژغورو. "

پولیسو ویلي چې په نننۍ مظاهرې کې یوازې د برلین په ښار کې شاوخوا ۵زرو کسانو برخه اخیستې وه.

د برلین تر څنګ د کولن، مونیخ او لایپزیک په ښارونو کې هم یو شمیر کسانو د لیس بوس په ټاپو کې د موریا د کمپ د مهاجرینو او پنا غوښتونکو سره د خواخوږۍ په خاطر مظاهرې کړیدي.

د موریا په کمپ کې د همدې میاشتې په سر کې اور ولګیده او شاوخوا ۱۲ زره مهاجر او پنا غوښتونکي چې زرګونه میرمنې او ماشومان پکې شامل دي، بې سرپناه شول.

د یونان حکومت د دې کسان د ځای پر ځای کولو لپاره موقتي کمپونه جوړ کړي او ویل کیږي چې تر اوسه تقریباً ۹زره یې ځای پر ځای شوي.