شاته

اسلام اباد:دحکومت په ضد دمخالفو ډلو ټول ګوندیز کانفرنس کې مهمې پرېکړې کیږي

اکستان کې دحکومت مخالفو ډلو ټول ګوندیز کانفرنس نن(اتوار) کیږي چې پکې دبیلابیلو اپوزیشن ګوندونو مشران دحکومت پرضد دتحریک چلولو ترڅنګ یو شمیر وړاندیزونه مخې ته راوړي.

دهیواد دستر اپوزیشن ګوند مسلم لیګ (نواز) ډلې دمشر نوازشریف لور مریم نواز وایي دې کانفرنس ته به نوازشریف هم د ټیلي فون دلارې وینا کوي خو حکومت وایي چې نوازشریف دهیواد نه مخرور دی اؤ اؤ دپیمرا قوانینو له مخې میډیا دهغه وینا نه شي خپرولی.

دا ټول ګوندیز کانفرنس پاکستان پیپلز پارټۍ رابللی دی اؤ پاکستاني رسنۍ وایي چې پکې به دمسلم لیګ نواز،جمعیت علماء اسلام(ف)پاکستان پیپلز پارټۍ ،عوامي نیشنل ګوند،بلوچستان نیشنل ګوند(مینګل)اؤ نورو ګوندونو مشران برخه اخلي.

د اتوار په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي چې په یاد کانفرنس کې به د وزیراعظم عمران خان اؤ دقامي اسمبلۍ دسپیکر اسد قیصر په ضد دبې باورۍ دتحریکونو مخې ته راوړلو ترڅنګ دګرد هیواد په کچه دسیاسي جلسو اؤ جلسونو وړاندیزونه هم مخې ته راوړلی شي.

دپخواني وزیراعظم نوازشریف لور مریم نواز په ټوئټر ویلي چې ټول ګوندیز کانفرنس ته د نوازشریف وینا به د ټولنیزو رسنیو دلارې قام ته نیغ په نیغه ښودل کیږي.

خو د وزیراعظم عمران خان دسیاسي چارو دځانګړي معاون شهبازګل وینا ده چې که نواز شریف ټول ګوندیز کانفرنس ته وینا وکړه اؤ دغه وینا نشر کړل شوه نو دپیمرا اؤ نورې قانوني لارې چارې به خپلولی شي.

د احتساب دپاره د وزیراعظم صلاحکار شهزاد اکبر هم ویلي چې دپیمرا قوانینو له مخې هیڅ یو مجرم یا مخرور په ټي وي وینا نه شي کولی.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف دغبن په مقدمه کې دپاکستان داحتساب عدالت لخوا په اووه کاله بند محکوم کړل شوی خو دناروغتیا له امله هغه دمحکمې په امر حکومت په ضمانت لندن ته علاج له پرېښی دی.

لندن ته له تګ وروسته څو ځل محکمې هغه د غبن دتورونو مقدمه کې بیا هیواد ته رابللی خو دنوازشریف کورنۍ اؤ دګوند مشران وایي چې هغه ناروغه دی اؤ‌ ډاکټران ورته پاکستان ته د نه تګ مشورې ورکوي.

په دې وروستیو کې محکمې ته په نه حاضریدو عدالت نوازشریف مخرور ګرځولی اؤ دهغه دنیولو وارنټ یې جاري کړی دی.

حکومت وایي چې دنوازشریف دنیولو اؤ بیرته هیواد ته د راوستلو دپاره هڅې کوي خو څېړونکي وایي چې لندن کې د نوازشریف نیول به دپاکستاني عدالت په خوښه نه بلکې ددغه هیواد د قانون له مخې ممکن کیږي