شاته

په جلال اباد کې د سولې لپاره د ښځو لاريون

په جلال‌اباد کې یو شمېر مېرمنو د افغان سولې لپاره د بین‌الافغاني ناستې په ملاتړ لاریون وکړ.

په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغان سولې لپاره مرکچي پلاوي د بین‌الافغاني ناستې پر لارو چارو بوخت دي، په جلال‌اباد کې دغو لسګونو مېرمنو یې په ملاتړ لاریون وکړ.

په لاریون کې راټولې شوې نجونې او مېرمنې وایي چې د بین‌الاافغاني ناستې د مرکچي پلاوي دواړه لوري دې له شته فرصته ګټه پورته کړي او د دایمي سولې لپاره دې خنډونه له مخې لیرې کړي.

لاریونوالې نجونې او مېرمنې د بین‌الافغاني ناستې له ګډونوالو غواړي چې په هېواد کې د وینې تویدنې او ورور وژنې د مخنیوي په خاطر دې تر هرڅه وړاندې د اوربند غږ وکړي.

دوی په دواړو لوریو غږ وکړ چې د یو او بل پر وړاندې له زغم او حوصلې کار واخلي او له خپلو هغو شرطونو تېر شي د دوی په باور، خپلمنځي خبرې سبوتاژ کوي.

د لاریون ګډونوالې وویل: "زما نوم ثنا صافۍ، خیر دی نور راشئ، سوله وکړئ، څو ټول افغانان په سوله او خوښۍ کې ژوند وکړي، څو راتلونکي نسل ته مو ډادمن هېواد پاتې شي، غوښتنه مو دا ده چې لومړی دې اوربند وشي او بیا دې د سولې ټول شرایط چې په ځانونو عملي شي."

دغه لاریون په داسې حال کې ترسره کېږي چې د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي د بین‌الافغاني ناستې په چارو بوخت دي او پرون یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ غونډه وکړه.

د دغو پلاوو مشرانو ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید له زغمه کار واخیستل شي.

په ننګرهار کې د پیاوړو ښځو شبکه چې په جلال اباد کې یې نننی لاریون ترتیب کړی و، وایي چې د قطر په مرکز دوحه کې د سولې د بین‌الافغاني ناستې د مرکچي پلاوو چارې یې څارلي او هیله‌منده ده چې د افغانانو لپاره به یو ښه زیری ولري.