شاته

خلک واضحې خبرې غواړي

خلک واضحې خبرې غواړي

عایشه نومېږي. د غزني ده. ۱۶ کلنه ده. غواړي د لنډو کیسو لیکواله شي. دوه کیسې مې یې اورېدلې دي. د دواړو موضوع جګړه وه او د دواړو پای دا و چې سوله به راځي.

د افغانستان د جګړې کیسه دومره اوږده ده چې ان غرونه او سیندونه به‌یې لا په اورېدو ستړي وي، پاتې شول انسانان او د ډېرو په باور دا کیسه بل پای نه‌لري‌، مګر نظامي او سیاسی سوله.

د بین‌الافغاني خبرو له پیل سره د سولې توافق ته امېد هېڅ وخت دومره نږدې نه‌ښکارېده لکه څومره چې نن سبا احساسېږي. په دې ورځو کې له جګپوړو سیاسي چارواکو رانیولې د ټولنې تر عادي وګړو پورې دا خبره ډېره کوي چې 'سوله غواړو، خو واقعي سوله'.

هر څوک د خپلو شرایطو، فهم او درک په اساس له واقعي‌ سولې بېل تعریف لري.

زما د ملګرې لپاره چې اوس په سیاسي علومو کې ماسټري کوي او غواړي د افغانستان ولسمشره شي، واقعي‌ سوله دا ده چې جګړه دې نه‌وي او دا دې د کار کولو او سیاسي مشري حق ولري.

د طالبانو مرکچي پلاوی هم وايي چې دوی جنګ نه‌غواړي، خو ښايي د طالب مرکچیانو ځیني غړي د ښځو په مشري کې ځیني ملاحظات لري. نظامي سوله یا اوربند د واقعي سولې په مفهوم نه‌دی، خو که اوربند نه‌وي سخته ده چې د واقعي سولې یو مشترک تعریف ته ورسېږو.

د سولې د خبرو د کامیابي لپاره فکر کوم د دواړو خواو ترمنځ د اعتماد فضا همغومره مهمه ده څومره چې پر دې پروسې د ولس د مختلفو قشرونو اعتماد مهم دی. د دغه اعتماد د ترلاسه کولو بهترینه لاره ښايي د خبرو په جریان کې اوربند وي. د مذاکراتو په پیل کې دا طبیعي ده چې ځینې اندېښنې، بې‌باورۍ او بدګمانۍ دې موجودې وي. دغه تشویشونه ښايي له افغانو ښځو سره چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت که یې د تعلیم حق نه‌درلود او اوس‌یې د تعلیم، کار،‌ خبرو او رایې حق ترلاسه کړی دی ‌تر بل هر چا زیات وي.

ما هم لکه د ډېرو نورو افغانانو خپل ټول ژوند په جګړه کې تېر کړ. د وجود رګ رګ مې له جګړې ستړی دی. هېڅ تصور او هېڅ امېد راته د تلپاتي اوربند په اندازه خوږ نه‌دی. هغو ښځو چې د انفجار، انتحار او د طیارو د بمبارد په وخت کې ښوونځی ولوست، پوهنتون‌یې ولوست او کار کوي، نه‌غواړي د طالب د تېرې واکمنۍ ژوند له سره تجربه کړي.

زما د کلي نجونې چې د جګړې په نوم‌یې ښوونځی بند دی او له ډاره غږ نه‌کوي، نه‌غواړي له سولې وروسته هم د تعلیم له حقه محرومې شي. تر هغو چې اعتماد ترلاسه کېږي د افغانو ښځو تشویشونه طبیعي دي. د افغانستان د حکومت په ۲۱ کسیز مرکچي پلاوي کې یوازې ۴ ښځې دي، خو حکومت بار بار دا خبره کړې ده چې موږ د ښځو په حقوقو معامله نه‌کوو او انساني حقوق مو سره کرښه ده.

بله خوا د طالب په مرکچي پلاوي کې ښځې بېخي نه‌شته، خو هغوی چې له طالبه نږدې شناخت لري دا خبره ډېره کوي چې طالب په فکري لحاظ هغه پخوانی طالب نه‌دی. طالبانو په خپلو مرکو کې هم دا ویلي چې په خپلې واکمنۍ کې یې اشتباهات درلودل او پرې پښېمانه دي.

یو افغان ژورنالېست چې نه‌غواړي نوم‌یې واخلم راته ویل: "طالبان زما له ښځینه همکارانو سره نسبت نارینه‌وو ته په اسانۍ‌ حاضرېږي چې مرکه وکړي."

دی په دې باور و چې طالبان په دې ډول غواړي ثابته کړي چې د ښځو پر وړاندې یې فکر بدل شوی دی.

طالبان د ښځو د حقونو سوال معمولاً داسې ځوابوي چې موږ د شریعت په چوکات کې ښځو ته حقوق غواړو. د ډېرو مېرمنو په باور دا ځواب، ځواب نه‌دی بلکې له ځوابه تېښته ده.

افغانې ښځې د طالب د واکمنۍ په وخت کې هم مسلمانانې وې او اوس مسلمانانې دي.

یوې افغانې ډاکترې چې په کابل کې معاینه خانه لري، راته ویل: "کله چې زما دین اسلام تعلیم په ما فرض ګڼي او په هغو کلیو کې چې طالبان قدرت لري د نجونو ښوونځي بند دي، نو خبره د شریعت نه‌ده د طالب د فکر ده."

ډېرې افغانې مېرمنې په دې باور دي چې که طالب مشران د نیمایي ولس حق او عزت ته واقعاً احترام لري، نو د هغوی د بشري حقونو په اړه دې مبهمې نه، بلکې واضحې خبرې وکړي.

هیله پسرلی

'پورتنی د لیکوالې خپل نظر دی او په ازادي راډيو پورې تړاو نه‌لري'