شاته

د سالنګ پر لویې لارې د طالبانو برید

وسله‌والو طالبانو نن سهار د سالنګونو پر لویه لار برید وکړ او دغه لار یې د لندې مودې لپاره د ترافیکو پر مخ وتړله.

د پروان د والي ویاند وحید صدیقي امریکا غږ ته وویل، وسله‌وال طالبان د غوربند له لارې د سالنګ د غره لوړې څوکې ته ختلي وو او له هغه ځای څخه یې د سالنګ پر لويې لارې برید وکړ.

وحید صدیقي وویل "کله چې د سهار په اتو بجو دا ډزې پیل شوې، امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل او له ۱۵ دقیقو زیات مهلت یې طالبانو ته ورنکړ چې خپلو ډزو ته دوام ورکړي."

خو سیمه ایزو رسنیو ته د سالنګ د ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې طالبانو نن سهار په ډله ایزه توګه د سالنګ پر لویې لارې برید کړی وو او شاوخوا یو ساعت یې له افغان امنیتي ځواکونو سره مقابله وکړه.

دا لومړی ځل دی چې وسله‌وال طالبان د سالنګونو پر لویه لار برید کوي. خو د پروان د والي ویاند وايي، چې دا مهال د دغې لارې امنیت خوندي او د امنیتي ځواکونو تر جدي څار لاندې ده.

وحید صدیقي پر سالنګونو د طالبانو برید ته په اشارې وویل، وسله‌وال طالبان د داسې بریدونو په ترسره کولو هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې خپلې ماتې جبران کړي.

له دې مخکې وسله‌والو طالبانو په پروان ولایت کې د روان میلادي کال په فبروري او اپریل میاشتو کې دوه ځانمرګي بریدونه ترسره کړل، چې په دغو بریدونو کې ۱۹ کسه ووژل شول او له ۴۰ زیات په کې ټپیان شول.

د سالنګونو په لویې لارې د برید په ترڅ کې دغه لار د لنډې مودې لپاره د ترافیکو په مخ تړل شوې وه، خو اوس چارواکي وايي، چې په سیمه کې حالت بیرته عادي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوسمهال د سالنګونو لویه لار د ترفیکو پر مخ پرانیستې ده.

په بګرام کې چاودنه

دغه راز د پروان د والي ویاند وویل، چې د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ په ګوجر سیمه کې له چاودیدونکو توکو ډک موټرسایکل په یو کور کې چوول شوی دی.

د وحید صدیقي پر وینا، په دې پېښه کې دوه شکمن کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

خو د سیمې پولیس وايي، د دې پېښې په تړاو یې یو کس، چې دغو شکمنو کسانو ته یې په خپل کور کې ځای ورکړی وو، نیولی دی.

د پروان ولایت د همغږۍ د مرکز قوماندان ډګروال الوزي احمدي ویلي، چې دوه ځانمرګي برید کوونکي نن سهار هغه مهال ووژل شول، چې په موټرسایکل کې یې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کول.

د هغه پر وینا، وژل شوو کسانو په بګرام ولسوالۍ کې د برید نیت درلود، چې په خپله د چاودنې ښکار شول.