شاته

اسرایل متحده عرب اماراتو سره د سفارتي تعلقاتو هرکلی کړی، فلسطنیان قهرجن دي

اسرایلیانو د متحده عرب اماراتو سره د سفارتي تعلقاتو هرکلی کړی دی خو فلسطینیانو یې غندنه کړې ده.

د اردن او مصر نه پس یو ای ايي دریم عرب ملک دی چې اسرایل سره یې سفارتي تعلق برابر کړو. د دې وروسته به د دواړو ملکونو ترمنځ د پروازونو، سرمایه کارۍ، ساحت، صحت د خېرښېګړې او د ثقافت په مدونو کې لوظنامې لاس لیک کولی شي.

د اسرایل او متحد عرب اماراتو د سفارتي تعلقاتو په اړه لومړی اعلان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په واشنګتن کې شوی و او د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د اسرایل او متحده عرب اماراتو ترمنځ د تعلقاتو دغه پرمختګ په داسې مهال شوی چې د اسرایل وزیراعظم بېڼجمن نېټن یاهو د بډو رشوتونو د الزامات په سر د سیاسي تاوتریخوالي سره مخامخ دی او د هغه د مستعفي کېدو دپاره احتجاجونه کیږي.

د یو ای ايي سره د تعلقاتو په اړه اسرایلي وزیراعظم په ټېلې وژن خپله وېنا کې وویل همېشه یې د عرب دنیا سره امن غوښتلی او د دې مقصد دپاره یې د لسیزو راهسې هلې ځلې کړي دي. هغه وویل په ورستي کلونو کې د اسرایل تعلقات د سوډان، اومان، بهرین او د خلیج نورو ملکونو سره هم ښه شوي دي.

بېنجمن نېټن یاهو متحده عرب اماراتو سره د سفارتي تعلقاتو قایمېدو په لړ کې د مصر، اومان او بهرین شکریه ادا کړه او ویې وېل دغو ملکونو د امن د دې تاریخي لوظنامې د لاس لیک کېدو حمایت کړی دی. اسرایلي وزیراعظم وویل د متحده عرب اماراتو سره د معاهدې په نتیجه کې به په منځني خیتځ کې د امن دایره پراخه شي او دا به د ټولې سیمې دپاره ښه ګام ثابت شي.

د اسرايلي مطبوعاتو ترمځه د اسرایل استخباراتي ادارې موساد یوسي کوهن په د یو پلاوي په مشرۍ کې اینده هفته يو ای ايي ته سفر کوي او اماراتو سره شوي معاهده تفصیلاتو ته په حتمي شکل ورکوي.

د اسرایل او متحده عرب اماراتو ترمنځ د سفارتي تعلقاتو اعلان لومړی صدر ډانلډ ټرمپ وکړو او ویې وېل په دې لړ کې به رسمي دستوره په راتلونکو دریو هفتو کې په واشنګټن کې کیږي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي یو شمېر اسرایلیانو یو ای ايي سره د سفارتي تعلقاتو هرکلی وکړو او ځینو پکې په فېس بک وویل دوی به یو ای ايي ته ځي.

رپورټ وايي د متحده عرب اماراتو سره د لوظنامې ترمخه اسرایل رضا شوی په مغربي غاړه به اباد کاري وځنډوي. په منځني ختیځ کې د امن دپاره د صدر ټرمپ د منصوبې دلاندې به اسرایل د مغربې ساحل سيمې ۳۰ فیصد برخه ضم کړي خو فلسطینیانو ګڼل د اسرایل د دغه ګام به نتیجه کې په سیمه کې د دوو ریاستونو د قیام هیڅ امکان پاتې نشي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي‌ دا لا نه ده معلومه چې ایا اسرایل په وېسټ بېنک کې د نورو علاقو د ضم کوولو اراده ختمه کړي خو په سیمه کې اباد ۴۳۰۰۰۰ یهودیانو د نېټن یاهو مخالفت وکړو.

د وي او ای رپورټ وايي فلسطینیان د اسرایل او د یو ای ایي ترمنځ په معاهدې پرېشانه وو چې د ډیر وخت راهسې موجود دا غیر رسمي اصول یې مات کړو چې ترڅو د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ نه وي شوی د اسرایل او عرب دنیا په منځ کې به سفارتي پرمختګ نه کیږي. فلسطینیان وايي یو ای ايي ورسره درغلي وکړه.

فلسطیني ادارې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اماراتو غږ وکړو چې اسرایل سره د لوظنامې نه دې په سم لاسي توګه په شا شي.

د فلسطينې ادارې ترجمام نبیل ابو ردینه وویل فلسطیني مشران د اماراتي حکومت ګامونه ردوي او د فلسطیني ولس، یروشلم او بیت المقدس سره یې غداري ګڼي.

ابو ردېنه وویل فلسطیني ادارې د ابوظهبي نه خپل سفیر بیرته بللی دی. هغه د متحده عرب اماراتو دا خبره رد کړه چې اسرایل د متحده عرب اماراتو د سفارتي تعلقاتو په نتیجه کې اسرایل د وېسټ بېنک د ضم کوولو خبره د مېز نه لېرې کړی ده.

فلسطیني ترجمان وویل یو ای ايي او يا بل کوم فریق د فلسطیني ولس په نمایندګۍ د خبرو حق نلري او نه هم څوک د فلسطینیانو په کورنیو چارو او یا د هغوی د جایزو حقونو په اړه د خبرو حق لري.

فلسطیني ډلې حماس هم د اسرایل او د یو ای ايي د لوظنامې مخالفت وکړو. د حماس ترجمان فوزي بهروم وویل د امریکي، اسرایل او اماراتي معاهده یو خطرنان انعام دی چې اسرایل ته د اسریل په قبضه، د فلسطینیانو په زورولو او د هغوی د حقونو په خلاف ورزیو ورکړی کیږي. هغه د اسرایل او د اماراتو معاهده د فلسطیني د مرام په ملا د چاړه ګزار وبللو.

د یورپي ملکونو ترڅنګ د دنیا یو شمېر ملکونو د متحده عرب اماراتو او اسرایل ترمنځ د لوظنامې هرکلی وکړو خو د ترکي صدر رجب طېب اردوان متحده عرب اماراتو سره د سفارتي تعلقاتو ځندوولو امکان څرګند کړو او خبریالانو ته یې وویل ترکي یا خو متحد عرب اماراتو سره سفارتي تعلقات ځنډولی شي او یا د ابو ظهبي نه خپل سفیر راویستلی شي.

اسرايل مامورین وايي ابوظهبي سره د سفارتي تعلقاتو په نتیجه کې د اسرایل او نورو عرب ملکونو ترمنځ د تعلقاتو لاره خلاصېدلی شي او ځینو اسرایلي اخبارونو ووېل ممکنه ده چې د یو ای ايي نه پس بهرېن اسرایل سره تعلق قایموونکی بل عرب ملک وي.