شاته

'دوو اونیو کې د طالبانو بریدونو کې ۴۵۷ ملکیانو ته مر‌ګ‌ژوبله اوښتې'

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوو اونیو کې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله ۱۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۳مه (زمري ۲۳) خبریالانو ته وویل چې ملکي افغانانو ته دا مرګ‌ژوبله د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې اوښتې ده.

ښاغلي آرین زیاته کړه چې تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په کندهار، بغلان، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې ولسي وګړو ته اوښتې ده.

هغه وویل: "د ولسي خلکو وژل او هدف ګرځول د ټولو انساني، دیني، اخلاقي او جنګي ارزښتونو خلاف عمل دی هغه څه چې طالبانیې په دوامداره توګه ترسره کوي".

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې په کندهار کې سیمه‌ییزو چارواکو د ماین چاودنې په یوې تازه پېښه کې ملکي افغانانو ته د تلفاتو د اوښتو خبر ورکړی دی.

د کندهار پولیسو په یو بیان کې ویلي چې د دغه ولایت د پنجوايي ولسوالۍ يه زلخان سیمه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي د سرک غاړې د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي چې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون اوه تنه نور ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست دا پېښه په سختو ټکو غندلې ده.

له جمهوري ریاست څخه په خپور شوي بیان کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: "طالبان دې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د مخامخ مذاکراتو د پیلېدو او سولې په درشل کې له تاوتریخوالي په ځانګړي ډول په لویو لارو کې د ماینونو اېښودلو څخه چې د ملکي تلفاتو عمده لامل کېږي، ډډه وکړي".

د افغانستان جمهور رئیس ټینګار کړی چې سولې ته د رسېدو لپاره طالبان دې د ولس، حکومت او د سولې مشورتي لویې جرګې غږ ته مثبت ځواب ووايي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تیره ورځ د کندهار ولایت د یوشمیر ولسوالیو پر لویو لارو د وسله والو طالبانو د ماینونو د ښخولو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره له دغې ډلې وغوښتل چې په ملکي سیمو کې د ماینونو له ښخولو څخه ډډه وکړي.

دغه کمېسیون د چهارشنبې په ورځ اګست۱۲ (زمري ۲۲) وویل چې د دوی د معلوماتو په اساس په تیرو لسو ورځو کې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د سرک غاړې د څلورو ماینونو په چاودنو کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.