شاته

اسرائیل په بریالیتوب د میزایلو دفاعي سیستم و ازمایه 

د امریکا د متحده ایالاتو د مزایلو د دفاع اداره وایي اسرائیل د چهارشنبې په ورځ د ارو۲ په نامه د بالیستیک میزایلو د دفاع سیستم په بریالیتوب سره و ازمایه.

د ارو۲ او ددې لړۍ نوی ارو۳ سیستمونه د اسرائیل د میزایلو دفاعي حفاظتي سپر دی چې د امریکا د متحده ایالاتو په ملاتږ جوړ شوي دي او ډول ډول میزایلو دفع کولای شي.

د امریکا د دفاع وزارت د میزایلو د دفاع ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «د ارو۲ دفاعي سیستم په بریالیتوب سره په پلان شوي مسیر کې خپل هدف له منځه یووړ.»

د امریکا د میزایلو د دفاع ادارې رئیس جان هیل ویلي چې: «د میزایلو د دفاع اداره د اسرائیل د حکومت سره مرستو ته ژمنه ده چې غواړي د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو په وړاندې خپل د میزایلو ملي دفاعي سیستم قابلیت لوړ کړي.»

امریکا وایي، اسرائیل د خپل دفاعي سیستم دغه نوې ازموینه د هیواد د مرکزي برخو څخه د مدیترانې بحیرې دپاسه ترسره کړې ده.