شاته

ترکیه: عراق کې د کردي ملیشو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوو 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (اګست ۱۳) وویل که بغداد په هغه هیواد کې د کردي اورپکو په حضور سترګې پټي کړي نو انقره به د عراق په شمال کې د کردي اروپکو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ترکیي په دې کار کې له انقرې سره د عراقي چارواکو د همکاري غوښتنه هم کړېده.

ترکیې په دوامدار شکل د "PKK" یا د کردستان د کارګر ګوند پر جنګیالو د هغوی په اصلي ټاټوبي د عراق په جنوب ختیځ او د هغه هیواد په شمال کې بریدونه کړي دي.

انقرې په جون میاشت کې ځمکني عملیات پیل کړل چې له مخې یې ترکي ځواکونه د عراق خاورې ته ډیر ور دننه شول.

د عراق پوځ وايي د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۱) ددې هیواد په شمال کې د ترکیې په هوايي عملیاتو کې د عراق دوه سرحدي پوځيان او د هغوی یو چلوونکی وژل شوي دي. عراق دا برید ښکاره یرغل ګڼلی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت وروسته وویل، بغداد ته یې د ترکیې د دفاع وزیر سفر لغوه کړی او د ترکیې سفیر یې احضار کړی څو د یادو بریدونو په وړاندې خپل اعتراض ورته څرکند کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۳ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د "PKK" حضور د عراق لپاره هم ګواښ دی او دا د بغداد مسولیت وو چې د یادو اروپکو په وړاندې یې اقدام کړی وای.

انقره وايي که د "PKK" یا د کردستان د کارګر ګوند اورپکو شتون ته اجازه ورکړل شي، انقره به له خپلو سرحداتو دفاع وکړي.