شاته

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کمېدو دي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د کمېدو خبر ورکوي، خو لا هم دغه ناروغي د یو خطر په توګه یادوي.

د دغه وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۲۳» د پوهنې وزارت له سرپرستې سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې اوس‌مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس ۹ زره فعالې مثبتې پېښې شته چې ناروغان‌يې هم ډېر جدي نه‌دي.

خو ټینګار کوي چې که خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، پر دغه ویروس به داخته شویو په شمېر کې نور کموالی هم راشي.

احمد جواد عثماني
احمد جواد عثماني

ښاغلی عثماني زیاتوي: "لوړه سلنه چې له ۶۰ نه تر ۷۰ پورې وه، ۱۵ سلنه ته راکمه شوې ده. اوس په افغانستان کې د کرونا ویروس ۹،۰۰۰ فعالې پېښې لرو. پخوا تر دې چې ۱۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي و، هغوی رغېدلي دي او اوس نه‌شته."

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۹۷،۱۹۹ مشکوکې پېښې ارزول شوي چې د مثبتو پېښو شمېر یې ۳۷،۳۴۵ ته رسېدلی دی.

دا وزارت وايي، تر اوسه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ نه ۲۶،۶۹۴ کسان رغېدلي هم دي.

په همدې حال کې د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي وايي د راتلونکې سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه به ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو کې حضوري زده‌کړې پيل شي.

مېرمن حمیدي وايي: "زده‌کړې به په حضوري ډول د دولتي ښوونځیو په ۱۱مو او ۱۲مو او په خصوصي ښوونځیو کې له لومړي تر ۲۱مه ټولګي پیل شي."

مېرمن حمیدي ټینګار کوي، که په دغې موده کې په ښوونځیو کې د روغتیايي سپارښتنو د نه‌مراعتولو له امله د کرونا ویروس پېښه وموندل شي، پر اوسنۍ پرېکړه به غور وشي.

رنګینه حمیدي
رنګینه حمیدي

په همدې حال کې د کابل ښار په ځینو لویو جوماتونو کې د 'کووېډ-۱۹' له امله د مړه شویو لپاره ډله‌ییزې فاتحې جوړې شوې.

د فاتحې ګډونوالو کرونا ویروس خطرناک وباله او له خلکو یې وغوښتل چې له دغه ویروس نه د ځانونو، کورنیو او ټولنې د ژغورلو په خاطر، د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د کابل د دشت برچي په یوه جومات کې د یوې ډله‌ییزې فاتحې تنظیموونکي نجیب‌الله ازادي راډیو ته وویل: "خلک د کرونا ویروس د خپرېدو له امله نه‌و توانېدلي چې د مړو شویو فاتحه وکړي، اوس چې د کرونا ویروس کم شوی، وموغوښتل چې خلک راټول او د مړو لپاره ډله‌ییزه فاتحه وکړو. ګډونوالو له خدایه وغوښتل چې نور دغه مرض له هېواد لیرې شي ځکه خلکو ته ډېرې ستونزې پېښې کړې."

په افغانستان کې تر درملنې لاندې په کرونا ویروس اخته ناروغ
په افغانستان کې تر درملنې لاندې په کرونا ویروس اخته ناروغ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د روان میلادي کال د فبرورۍ له ۲۴مې ڼېتې نه تر اوسه، د 'کووېډ-۱۹' له امله ټول ۱،۳۵۴ کسان مړه شوي دي.