شاته

"په تاریخ پسې تاریخ" په امریکا کې اتل او په پاکستان کې د غدار ګڼل کیدونکي ډاکټرشکیل قضیه

د نړیوالې ترهګرې ډلې القاعده د مشر اسامه بن لادن په موندلو کې د سي اي ای سره د مرستو په سر د تورن ډاکټر شکیل افریدي د قضیې بې پرمختګه اورېدنې دوام لري, تمه ده تازه اوریدنه به سبا له په 13 اګست د پېښور په ستر عدالت کې وشي.

د اورېدنې نه یوه ورځ د مخه د ډاکټر افریدي ورور ډاکټر جمیل په قضیه کې روان لم لېټ ته د مطبوعاتو پام وراړولی دی. جمیل افریدی واي:

“ په تاریخ باندې تاریخ”

هغه واي د اورېدنې نيټې ورکول کیږي خو اوریدنه کېږي نه:

“اکثر خو ایډوکېټ جنرل(سرکاري وکیل) نه وي او درې څلور ځل خو پکې چیف جسټس (مشر قاضي) هم نه ؤ.

د ډاکټر جمیل په جواب کې سرکاري وکیل ایډوکیټ جنرل شمایل احمد بټ وي او ای ته وویل چې سرکاري وکیلان تل په عدالت کې موجود وي، هغه دغه تورونه رد کړل چې ګني سرکاري وکیلان په دغه قضیه کې عدالت ته نه ورځي.

ډاکټر شکیل افریدی په کال 2011 کې د امریکا استخباراتي ادارې سي ايي ای سره د القاعده مشر اسامه بن لادن په لټون کې د مرستې په لړ کې نیول شوی ؤ.

افريدي ته په کال 2012 کې په پخوانۍ قبايلي سیمه خېبر کې پوليټيکل ايجنټ د فرنټر کرائم ریګولېشن یا اېف سي ار قانون لاندې د يوې وسله والې ډلې لشکر اسلام سره د مالي مرستو په تور د 33 کالو د بند سزا اورولې کومه چې وروسته لس کاله راکمه کړی شوې وه.

د ډاکټر افریدي د سزا خلاف اپیل د ایف سي آر د قانون د ختمیدلو ورستو د پېښور ستر عدالت ته منتقل شوی ؤ.

د ا مریکا صدر ډانلډ ټرمپ په 2016 کې د صدر منتخب کیدلو نه وړاندې په یوه مرکه کې ويلي وو دا مسله به په دوه مینټه کې حل کړي.

پاکستان هغه وخت د ښاغلي ټرمپ دعوې ته سخت ځواب ورکړی ؤ. د پاکستان د هغه وخت داخله وزیر چو هدري نثار علي خان ویلي وو پاکستان د امریکا کالوني نه ده او د شکیل افریدي فیصله به ټرمپ نه پاکستان کوي.

په دې لړ کې د صدر ټرمپ د انتظامیې د کوم چارواکي تر ټولو تازه بیان د 2019 په جولای کې راغلی ؤ.

د امریکا د ملي امنیت یا قامي سلامتیا په شورا کې د جنوبي ایشیا د برخې مشرې لیزا کرټېس ویلي وو د ډاکټر شکیل افریدي قضیه صدر ټرمپ او د امریکې خلکو ته مهمه ده.

لیزا کرټېس ویلي وؤ امریکا غواړي شکیل افریدي دې زر تر زره خوشې شي:

"پاکستان کولی شي د ډاکټر افریدي په خوشې کولو سره، په سیمه او په نړېوالې ټولنې کې خپل رول څرګند کړي”

امریکایان فکر کوي هغه د نړیوال ترهګر اسامه بن لادن په لټولو کې مرسته کړې او هغه یو اتل دی. البته په پاکستان کې ډاکټر افریدي ته د یو غدار په سترګه کتل کېږي.

د امرېکې د نشریاتي ادارې فاکس نیوز سره په یوه مرکه د پاکستان خارجه وزیر ویلي وو:

“هغه (شکیل افریدي ) ته په پاکستان کې د یو غدار په سترګه کتل کېږي”

هغه د فاکس ددې تپوس په ځواب کې چې د هغه سره په قضیه کې د انصاف تقاضې نه دي پوره شوي, ويلي وو چې ډاکټر افریدي ته د خپلې صفایی پوره موقع وه، هغه ویلي وو:

“مونږ یو قانوني عمل لرو او ډاکټر افریدی ددغه عمل نه تیر شوې”

ښاغلي قریشي په دغه مرکه کې د فاکس نیوز کوربنو ته ویلي وو چې تاسو (امریکا) دې د پاکستان د قانوني عمل احترام وکړي لکه څه رنګه چې پاکستان د امریکا کوي.

Sha Mehmmod Qureshi and Qamar Nadeem
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:39 0:00

شکیل افریدي دا وخت د پنجاب صوبې د ساهېوال ضلعې په زندان کې دی او قمرنديم اېډوکېټ وايي د شکيل افريدي سره يې ليدنې له د کورنۍ غړي ورځي او ليده کاته يې ورسره کيږي هغه (قمرنديم) ورسره په خپله ملاقات ته نه پرېږدي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-