شاته

د پاکستان پوځ د افغانستان د روغې جوړې د عمل د پرمختګ ستاينه کړې

د پاکستان پوځ ويلي په افغانستان کې د روغې جوړې د عمل د پرمختګ ستاينه کوي او هيله يې څرګنده کړې چې زر به بېن الافغاني خبرې پېل شي.

پوځ ويلي په جنرل هېډ کوارټر (جي اېچ کيو) کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ غونډه کې د امنيت په موضوع بحث شوی دی.

ايي اېس پي ار په ټویټر ویلي، په غونډه کې د هند سره او د افغانستان سره د پولو په موضوع د خبرو ترڅنګ د بهرني امنیت په اړه هم خبرې اترې شوي دي.

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د روغې جوړې د عمل ستاينه په داسې وخت کې کړې چې افغان ولسمشر اشرف غني د 400 طالب بنديوانو د خوشي کولو امر لاسليک کړی دی.

اشرف غني دغه امر وروسته د هغې لاسليک کړی چې په دغه اړه يې لويه مشورتي جرګې رابللې وه.

له دغې وړاندې ښاغلي غني ويلي ؤ د دغو 400 طالب بنديوانو د خوشي کولو صلاحیت نه لري ځکه چې دوی په سختو جرمونو کې ککړ دي، او په دې به د اولس د استازو سره مشوره کوي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د لويې جرګې او افغان ولسمشر اشرف غني د طالبانو د خوشي کولو لاسليک هرکلی کړی ؤ.

هغه ويلي ؤ د 40 کالو د جګړې وروسته د دې زړور ګامونو اخستل د سولې دپاره تاريخي موقع برابروي، یو به د دې نه ټولو افغانانو او بل د سيمې ثبات او نړيوال امنيت ته ګټه وي.