شاته

ماهرین وايي په پاکستان کې تر ټولو ډیر مرګونه د زړه د ناروغۍ له امله کېږي

هر کال په پاکستان کې 60زره ماشومان د زیږون سره سم په زړه سوري يا د زړه په ناروغي اخته زېږون کوي . په يادو ماشومانو کې د‌کال یوازس د 10زره ماشومانو د درملني امکانات شتون لري.

دا خبري د امريکې د زړو د روغتيايي پوهنتون ستر مدير ډاکټر سهيل خان په کوټه کې د بلوچستان چيمبر اف کامرس له لوري د زړه د ناروغو په باب جوړې شوې غونډې ورستو له رسنيو سره په خبرو کې وکړې ۔

د شاغلي سهېل خان په خبره ،"لس کال وړاندې په امريکه کي زيات شمېر مرګونه د زړه د ناروغۍ له کبله کېده .خو اوس داسي نه دي ، اوس په پاکستان کې د عامه مرګونو تر ټولو زيات شمېر د زړه د ناروغۍ دی ، پاکستان د نړۍ په هغه ځېوادونو په قطار کي دی چيري چي 80 سلنه وګړي د زړه په ناروغۍ اخته دي .د هري ورځي په تېرېدو سره په ځوان کهول کې د زړه د ناروغیو کچه لوړه روانه ده ، په پاکستان کې د ماشوم د زېږون پر مهال د ميندو د صحت د خيال نه ساتلو په سوب د کاله 60زر ماشومان د زړه په ناروغي اخته زېږون کوي تش د 10,زره ماشومانو د درملني امکانات سته" ۔

په کراچۍ کې د زړونو د ناروغيو د څیړنې ادارې مشر ډاکټر بشير حنيف وايي د زړه له نارغيو څخه د ځان د ژغورنې او د علاج لپاره احتياط غوړه دی ۔

د سګريټو زيات څکول ، بشپړه خوراک د نيشتوالی، د ويني زيات فشار ، د شګر ناروغي او د چاغښت زياتوالي د زړه ناروغۍ لاملونه دي

په کار دی چي خلک خپل خويونه بدل کړي ، په ټولنيز ژوند کي نوښت پيدا کړي ، نشه نه وکړي ، غوړ خواړه ونه خؤري ، زيات ورزش دي کړي ، موبايل او انټرنيټ ته دي کم وخټ ورکوي ۔ . په احتياطي تدابيرو کې لومړی د ويني د فشار، د شکري ، او د‌چاغښت کتنه بايد په ياد ولرئ ۔بايد غوړ او بازاري خوراکونو و نه خورئ ، هڅه وکړئ سبزيجات او مېوو خوراک عادت جوړ کړئ" ۔

ويناوالو زياته کړه چي په بلوچستان ايالت کي د ناروغيو د درملني نيشتوالی دی . د ايالت روغتونونه د زړه د لومړنيو تداوي څخه بې برخي دي ، ناروغان د انجیو پلاسټي او انجوګرافي وس نه لري . په غونډه کې شريک د بلوچستان ايلت ډاکټرانو وويل " ده ناروغانو درملنه کولای سي ، خو په روغتونونو کې د وسايلو او اسبابو د کموالي په سوب ناروغانو پوره پوره درملنه نه کيږي ۔ګډون والو وويل د بلوچستان ايالت په شمول په ټول پاکستان کې د زړه د ناروغۍ دپاره بېړني مرکزونه اړين دي تر څو تر روغتون پوري په رسېدو يې بشپړه درملنه تر سره سي .

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.