شاته

بلخ کې یو هلک نجلۍ سره د ټلیفونې اړیکې په تور سخت وهل شوی

د بلخ پولیس وايي چې د دغه ولایت د مارمل ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو یو ۱۴ کلن ځوان صحرای محاکمه کړی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۱۲مه (زمري ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې دغه ځوان له یوې انجلۍ سره د ټلیفوني اړیکو د درلودلو له امله صحراي محاکمه شوی دی.

د عادل پر وینا پولیسو د پېښې په تړاو یې شپږ تنه نیولي دي: "یو ۱۴ کلن ځوان له یوې انجلۍ سره د ټیلیفوني د درلودلو له امله د سیمې د اوسیدونکو له خوا په یوې صحراي محاکمه کې وهل او ډبول کېږي."

ویل کېږي چې دغه ځوان ژوندی دی خو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل چې په مارمل ولسوالۍ کې د حاجي عبدالرحمان په نوم د یوه کلي ملک، له یوې پېغلې سره د دغه ځوان د ټلیفوني اړیکې په اړه له خبرېدو وروسته نوموړی صحرايي محاکمه کړی دی.

خو د بلخ د والي ویاند زیاته کړه چې پولیسو اوتنه د پېښې په تړاو نیولي او دوه تنه نور تښتېدلي دي.

ښاغلي فرهاد وویل چې د نیول شویو اوو کسانو دوسیې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.