شاته

بشري حقونه: طالبان دې د ړندو ماينونو له ښخولو نه ډډه وکړي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې پر لویو لارو د وسله والو طالبانو د ماینونو د ښخولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ اګست۱۲ (زمري ۲۲) ویلي چې د دوی د معلوماتو په اساس په تیرو لسو ورځو کې په یاده ولسوالۍ کې د سړک غاړې څلور ماین چاودنې شوي دي.

دغه کمېسیون پر خپل ټويټر لیکلي چې په دغه چاودنو کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر وسله والو طالبانو غږ کړئ چې "د استوګنې په سيمو کې د ړندو ماينونو له کرلو څخه ډډه وکړي."

همداشان وایي چې: "کميسيون د ملکي خلکو په مرګ ژوبله ژوره خواشيني څرګندوي او له طالبانو په کلکه غواړي چې د بين المللي بشرپالو حقونو اصول رعايت او د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي، د استوګنې په سيمو کې د ړندو ماينونو له کرلو څخه ډډه وکړي، چې بې له تفکيکه بې ګناه هيوادوال پکې وژل کيږي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې د نړیوالو بشرپالو حقونو اصول رعایت او د ملکي خلکو ژوند ته پام پام وکړي.

د روانې زمري میاشتې پر ۲۰مه د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي هم امریکا غږ ته ویلي و چې د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري او تاجاو سیمو کې د سړک غاړې ماینونو چاودنو له امله ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې وه او هغه یې غندلي دي.

تیره دوشنبه له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي و: "پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو تروریستي بریدونه بشري ضد او نه بخښونکی جنایت دی."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همدارنګه ویلي چې د تیرې دوشنبې په ورځ د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ لګېدو له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې دغه پېښه په قاضي کلي کې رامنځته شوې ده.

وسله والو طابانو او افغان امنیتي ارګانونو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.