شاته

بایډن سناتوره کامیلا حارث د خپلې مرستیالې په توګه وټاکله

د امریکا د جمهوري ریاست احتمالي کاندید جوبایډن د سه شنبې په ورځ ( اګست ۱۱) کامیلا حارث د مرستیالې په توګه وټاکله.

کامیلا حارث ۵۵ کاله عمر لري او لومړۍ تورپوستې میرمن ده چې د دومره لوی موقف لپاره ټاکل کیږي.

ټاکل شوېده احتمالي دیموکرات کاندید جوبایډن او د هغه نوې ټاکل شوې مرستیاله سناتوره کامیلا حارث د چهار شنبې په ورځ (اګست ۱۲) د لومړي ځل لپاره یوځای سره راڅرګند شي.

د بایډن او حارث کمپاینونو ویلي، ټاکل شویده هغوی د دلویر ایالت په ویلمنګټون کې، "د هیواد د عظمت د بیرته راستنولو لپاره په یوځای کار کولو او د هغو کورنیو لپار په مبارزه خبري وکړي چې امریکا پر مخ وړي."

جوبایډن یو ټویټ کې ویلي: "دا زما لپاره د افتخار ځای دی چې اعلان وکړم ما کامیلا حارث چې یوه زړه وره مبارزه او د هیواد یوه ښه خدمتګاره ده، د خپلې مرستیالې په توګه ټاکلې ده."

وروسته له هغه چې ۷۷ کلن بایډن د روان کال په پیل کې مقدماتي انتخابات وګټل، ژمنه یې وکړه چې یوه میرمن به د ځان د مرستیالۍ لپاره ټاکي.

ډیرې ګنګوسې وي چې هغه به دې موقف ته یوه تور پوستې میرمن ټاکي او ګڼ شمیر نومونه په مطبوعاتو کې ښکته پورته کیدل چې بالاخره یې حارث وټاکله.

حارث د کالیفورنیا په اوکلانډ کې زیږیدلې ده. هغه د یوه مهاجر لور ده چې پلار یې د جامیکا او مور یې هندۍ وه.

میرمن کامیلا حارث د کالیفورنیا له "هاسټنګس" پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې فارغه شوي او په ۲۰۰۳ کال کې د سانفرانسیسکو ناحیې د څارنوالې په توګه وټاکل شوه.

هغه له څلورو کلونو څخه کمه موده کیږي چې واشنګټن ته د کالیفورنیا د دیموکراتې سناتورې په توګه راغلې ده.

د امریکا پخواني جمهور رئیس باراک اوباما هم د نورو امریکايي سیاستوالو تر څنګ د حارث د ټاکل کیدو هرکلی کړی دی.